نړۍ

د سعودي پاچا او وليعهد د خاشقجي زوی ته تعزيت کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰تلې، ۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد محمد بن سلمان د سعودي په قونسلګرۍ کې د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي زوی سره ټيليفوني اړيکه نيولې او د هغه د پلار د وژل کېدو په اړه يې ورته تعزيت ویلی دی.

د سعودي رسمي خبري اژانس «واس» د شاهي ماڼۍ د مطبوعاتي مسؤولينو له قوله ليکلي، چې پاچا سلمان بن عبدالعزيز او زوی يې ولي عهد محمد بن سلمان د خاشقجي له زوی صلاح سره اړيکه نيولې ده او دواړو ورسره د هغه د پلار په وژل کېدو تعزيت کړی دی.

سعودي رسنۍ وايي، چې دواړو د خاشقجي له زوی سره د خبرو پر مهال خپله خواشيني او غمرازي ښکاره کړې.

د يادونه وړ ده، چې جمال خاشقجي د اکتوبر په دوهمه د ترکيې په استنبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ ته تللی و او د راپورونو له مخې په هماغه ورځ هلته د مختصصې وژونکې ډلې له لوري وژل شوی و، خو سعودي چارواکو يې له وژلو انکاري وو او بالاخره يې د اکتوبر په ۱۹مه ومنله، چې خاشقجي د سعودي قونسلګرۍ کې د فزيکي شخړې پر مهال وژل شوی او په دې اړه ولي عهد محمد سلمان ته د ملامتيا ګوتې نيول بې ځايه بللي دي.

د سعودي لویې څارنوالۍ او همدارنګه د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر د خاشقجي وژنه د استخباراتي چارواکو خپلسري عمليات بللي او هغه تورونه يې رد کړي، چې ګواکې خاشقجي د محمد بن سلمان په مستقيما امر وژل شوی دی.

ترکي او عربي رسنۍ د ترکي چارواکو له خولې وايي، د جنايي څېړنو مسؤولين دې پایلې ته رسېدلي، چې خاشقجي د اکتوبر په دوهمه د سعودي په قونسلګرۍ کې په عمدي توګه وژل شوی دی.

د سعودي د انکار سربېره هم امريکا، ترکيې او ګڼ شمېر نورو دولتونو د خاشقجي د قضيې په اړه د سعودي څېړنيز راپور درواغ بللی او غوښتنه يې کړې، چې  سعودي دې په اړه رښتيني معلومات له نړيوالو سره شريک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

بیا یی هم کور آباد. دلته زمونږ وطن کی هر ورځ له لس ګونو کسان د حکومت او طالبانو لخوا په شهادت رسول کیږی، خو یوه سړی هم کله د چا تعزیت ونکړ. دی نه دا پته لګیږی چه دواړه خواوی هم حکومت او هم طالبان مسلمانان ندی په والله که به وي. الله دی دواړه ورک کړي.

Mangal

آ خلقی ړانده لونګه ! دا هره ورځ شپه او ورځ بمبارونه، وحشتونه دهشتونه د ښځو ماشومانو او سپین ږیرو وژل څوک کوی؟ تباه شی افغانستان د په لوټی لوټی کړ، کله په یو نوم راڅرګند شی کله په بل نوم ستا ټول د منافقت نومونه ښه پیژنم اتاڼچی، ټراکټور … .
ځان خبر کړه قیامت شته محشر شته او حساب هم شته هلته بیا پدی منافقت نشی خلاصیدلی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x