افغانستان

تادین د قومندان رازق ځای ناستی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۳۰ تلې ۱۳۹۷ل): په کندهار کې د وژل شوي قومندان جنرال رازق کشر ورور (تادین) د نوموړي ځای ناستی او د دغه ولايت د نوي امنيه قومندان په توګه وټاکل شو.

که څه هم تر دې وړاندي د ارګ ماڼۍ له لوري د امنیت آمر رحمت الله اطرافي د امنیه قومندان د سرپرست په توګه اعلان شو. خو د جنرال رازق پلويانو او هغه ته نږدې کسانو د ارګ له دغه اقدام سره په کلکه مخالفت څرګند کړ او له حکومته یې غوښته کوله چې تادين دې د جنرال رازق ځایناستی وټاکي.

له همدې امله تيره ورځ رسنیو د نوي امنيه قومندان د انتخاب پرسر د اختلافاتو د راټوکیدو خبر ورکړ.

بهرنيان غواړي چې د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ لپاره وړ او مناسب کس وګماري خو جنرال رازق ته وفاداره کسانو د هغه د ورور پر ټاکل کېدو ټينګار کاوه.

نن رسنیو یوځل بیا راپورونه خپاره کړل چې، تادين خان ته د ولسمشر غني له لوري د تورن جنرال رتبه ورکړل شوې او نوموړی يې د کندهار نوی امنيه قومندان ټاکلی دی.

تادين که څه هم په عمر کشر دی خو د خپل وژل شوي مشر ورور رازق خان په څیر په کندهار کې د خلکو پر وژنې، په شخصي زندانونو لرلو او د بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن دی.

جنرال رازق څو مياشتې مخکې په خپلو څرګندونو کې ويلي و چې دی د امنيه قومندانۍ لپاره د کندهار خلکو ټاکلی او هيڅوک يې د ليرې کولو حق نه لري.

جنرال رازق يوه اوونۍ وړاندي د طالبانو د يوه نفوذي بريدګر له لوري په داسي حال کې ووژل شو چې د بهرنيو او حکومتي چارواکو سره یې ګډه غونډه درلوده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

دغه کار یانې ټاکل یې یو احماقت دی له دولتي سیستم څخه دباندې کار دی او دملوک الطوافي ا و کالونیل سیستم کارونه دي او دهیچا پپه درد نخوري، له دود او دستور څخه وتلی کار دی !
زه چې نن خبر شوم رازق درې ښځې لرلې ! دا خو نه یوازې یواجنټ وو بلکې یو جاهل حیوان هم وو چې درېې ښځې په یوه وار ژوندۍ لرلې لکه یو دنصوارو احمق ټیکدار !

جميل

د ده خوارکي لکه چي خپل ورور ارمان دی،غواړې چي ورسره يوځای شي.
ډير ژربه ورسره يوځای شي انشآلله

غلام حضرت

سلام علیکم. د ظالمانو په ډله کی دی محشور شم که به هیڅ ډول قومی او نژادی او ژبنی تعصب په ځان کی ولرم، الله پاک شاهد نیسم چي حتی په زړه کی لا هم عرب او ترک او فارس او افغان او پنجابی او سندهی او کُردی او …ته په سپکه نه ګورم خوله او حضور خو پرېږده او خپلو ګرانو وطنوالو ته خو اصلاً د ژبنی او سمتی او قومی تفوق په سترګه نه ګورم البته تنقید او اعتراض او شکوه او ګیله به فقط انسانی انګیزه ولری نه کوم بل تړاؤ لکه څنګه چه یو څوک کولای… نور لوستل »

داود محمدی ځاځی

څوک چې نوکر شو نو دا شانته کارونه به کوی. په اشغال شوی ملک کې اشغالګر هیواد پال په دننده نه ګماری. یو بې ضمیره کم عقله او یې عاطفې وګړی پسې ګرځی تر څو ددغو بې ضمیره وګړو په مټ خپلو شومو اعمالو ته ورسیږی. نو مونږ باید دا تمه ونلرو دغه فاسده اداره به هیواد او هیوادوالو ته خدمت وکړی. الله دې په دې هیواد سپیڅلی مصلح او په هیواد او خلکو مین خلک حاکم کړی. امین

حبیب الرحمن

سلامونه ټولو ویونکو ته : دتادین خان ټاکنه پر ځای ټاکنه ده ځکه دشهید عبدالرازق خان تر شهادت وروسته خدای دی نکړی چی کندهار یو وار بیا ټوټه ټوټه نه لکه څنګه چی مخکی توته ټوټه شوی نه شی خو الحمد الله نن دشکر ځای دی چی نه بهرنی اشغالګر کولای چی لوی کندهار ته غلط پلان جوړ کړی او نه هم دسیمی استخباراتی کړی اونه هم یی ګوډاګیان کولای نو تادین ته الله ج د حق پر کارو پر نیکو کارو بری ورکړی امین .

Karwan

حبيب الرحمن، زما ضمير اجازه نه راکوي چه بد او رد درته ووايم، اما که څوک ضمير او وجدان لري، نو بيا د مظلومو کندهاريانويوه قاتل، وحشي ځناور ته د شهيد لقب نه ورکوي. سترګي مو خلاصي کړي، پاک الله هر څه ويني. کاروان

حبیب الرحمن

محترم کاروان صیب ته :وروره د لیکنی څخه دی معلومیږی چی ډیر احساساتی یی او احساسات سمه تتیجه نه ورکوی بل بد رد ویل زما په نظر د انسانیت دباندی خبره خو که ته وایی هغه ستا پر انسانیت باندی دلالت کوی . کاروان صیب زه مسلمان ومه ، یم به او انشالله اوسم به او کاروان صیب نه ته والله که تر ما دافغانستان دوست یی او نه هم فکر کومه چی ته او یا ستا پلار به انشالله تر مونږ مجاهدین یی او انشالله نه به مو در مونږ ډیر جهاد کړی وی او کاروان صیب ته شاید… نور لوستل »

pattang

ځوانه ریاضي د په ښوونځي کې لوستلې ؟ لرله دې او که نه ؟ کوم څه د چې تا لیکلې دي یوه لودګی په طاقت د څلورو ده او په کلیوالي منطق کې هم یوه لویه بی عقلي ده ! ګرانه په دولتي سیستم او هم په غیرې دولتي سیستم کې چوکۍ په لیاقت ، پوهې تجربي سره ، نه په کورنۍ او قومي کچه پورې تړلې وي او څوک یې تړي ،هغوی خوشې نفاق اچوي ،چې داشغالګرو او د شمالي ټلوالو لنډغرو پټ ملګري دي ! دا څو ورځې دځینو هزارګانو او ستمي پاړسي ژبیو په پاڼو او لیکنو… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x