دیني، سیرت او تاریخ

په علماؤ کې عالم څوک دی ؟

لیکنه : مفتي احسان الله . . .

د مفتي فقیه او عالم له شان سره مناسب دا دی ، چې تر ټولو زیات عبادت ګذاره وي ، هغه چا ته په شریعت کې عالم نه ویل کیږي ، چې یوازي اقوال او د کتابو عبارت یې یاد وي ، حقیقي عالم هغه دی ، چې قول او عمل يې سره برابر وي ، علامه ابن خلدون په مقدمه کې وایې : چې زموږ د زمانې فقهاء او علماء داسي نه دي ، لکه د سفلو علماء ، چې قول او عمل يې سره برابر وي ، دا خو دی د خپلي زمانې خبره کوي ، چې اووه پیړۍ وړاندي تیر شوی دی ، نو زموږ اوستاسو د زمانې حال به څرنګه وي .

نو د فقیه لپاره اړین دی ، چې په عبادت کې به هم تر ټولو خلکو زیات کوشش کوي ، په دې سره ځان ته بانه نه شي لټولی ، چې زما علمي مصروفیات زیات دي ، په لاندي کرښو کې د مشهورو علماؤ د عبادت یو نومنه یاده وو :

له قاضي أبو یوسف رحمه الله تعالی څخه روایت شوی : چې وروسته له هغه چې دی قاضي مقرر شو ، هره ورځ به يې دوه سوه رکعته لمونځ کاو .

یحیی بن سعید القطّان په پوره شل کاله په هره شپه کې قرآن کریم ختماوی ، څلویښت کال ورباندي تیر شول ، چې د زوال په وخت کې به دی په مسجد کې موجود و .

بُندار وایې : « تر شل کاله مي زیاته ملګرتیا ورسره وکړله ، کله يې هم ګناه نه کوله » .

ابن جریج د عطاء بن أبي رباح په باره کې وایې : « تر شلو کلو پوري يې د مسجد فَرش فِراش و ، مجلس به يې د الله په ذکر ښایسته و »  .

داسي خبره کیږي ، چې سعید بن مسیّب څلویښت کاله اذان نه دی اورېدلی ، مګر چې دی به په مسجد کې و ، پیوسته روژې يې نیولې او څلویښت حجّونه يې کړي و  .

هشام بن حسان د محمّد بن سیرین په اړه وایې : « موږ به په ورځ کې د ده خندا اورېدله او په شپه به مو ژړا »  .

همیشه د علماؤ او فقهاؤ دا طرز او طریقه و ، تر وروستنۍ زمانو پوري ، علامه ابن عابدین رحمه الله تعالی به په روژه کې په هره شپه کې د قرآن کریم ختم کاو سره له تدبّر د معانيو ، او سره له کوششه په عبادت کې ، لکه د ده زوی چې د ( قرَّة عیون الأخیار ) په پیلیزه کې ذکر کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

ښکلې ليکنه مننه خو دا سفل څوک دي? مننه

میلمه

تا هم تائید کړه چي ښکلي لیکنه، امام اعظم ابوحنیفه رح په یوه پښه لمونځ کاوو دا امام ته اهانت نه ده، په لمانځه کي یی په دوه رکعته کي قرآن ختماوو. دا هغه خرافات دی چي له خلکو ایمان بیایی. شل کاله یی په هره شپه کي قرآن ختماوو، له قرآن دي صرف بهايي جوړه کړې.

لونګ

په علما و کی عالم هغه څوک دی چه خپل زوی جنګ ته نه استوی، خو د نور زامنو ته تبلیغ کوی چه باید انتحاری وکړی. دوم: عالم هغه څوک دی چه د مکی مکرمی علماو ته غوږ نه نیسی خو د ملا ډیزلی او د هیرا د منډی ملایانو احترام کوی او د هغوی فتوا ګانی منی. دریم: عالم هغه څوک دی چه هر وخت یی چه زړه وغواړی د نورو د مرګ فتوای ورکوی ګرچه خپله قرآن له مخه هم لولی نشی. خلاصه عالمان همدا طالبان دی چه له روس سره خبرو ته کینی، له امریکایانو نه درخواست… نور لوستل »

میلمه

مفتی صاحب یو څه راښه شه، امام اعظم ابوحنیفه رح په یوه پښه لمونځ کاوو، په لمانځه کي یی په دوه رکعته کي قرآن ختماوو. دا هغه خرافات دی چي له خلکو ایمان بیایی. شل کاله یی په هره شپه کي قرآن ختماوو، له قرآن دي صرف بهايي جوړه کړې.
د دي پیج والا هم سترګي نه لری چي هر څه نشروي.

غلام حضرت

پورته لیکنه د محترم مولوی صاحب د نیکو احساساتو او سپپېڅلو نیتونو ښکارندوی ده. اصلاً د مفید او ګټور علم حصول خپله یو عبادت ګڼل کیږی.د یو دنیوی یا دنیائي عالم د عادی واجباتو د اداینی اجر او ثواب د یو زاهد د عبادت تر اجر په کمه ندی. د یوې مدرسې یا یو مکتب د استاد او معلم هغه زیار او زحمت او اخلاص او صمیمیت چه له ځپلو شاګردانو او زده کوونکو په وړاندی ئې ګالی د ډېر قدر وړ دی. البته نن سبا ددې ماشینی ژوندون په غېږه کی یو سپېشل عبادت د انسانانو د طاقت او… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx