نظــر

مړ هم زه پړ هم زه!

ابو ياسر افغان

تیره شپه د 02 قطعې عسکرو چې د امریکایانو تر قوماندې لاندې عملیات کوي، د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ په ککړک سيمه کې د شپې د ملکي خلکو پر کورونو چاپې وهلي او تر لسو تنو ملکي وګړي یې، چې ماشومان هم په کې شامل دي، شهیدان او ټپیان کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د تیرې اونۍ راهیسي یې د ننګرهار په بیلابیلو سیمو کې تر ۴۰تنو ولسي وګړي، ماشومان، ښځې، بوډاګان او ځوانان پرته له کوم توپيره په شهادت رسولي او کورونه یې ورته وران کړي دي.

د لغمان له مهترلام را نیولې بیا د ننګرهار تر هسکې مېنې، خوږیاڼو او دا دی تر سرخرود پورې د صلیبي وحشت دغه ځنځيري کړۍ په ډېره تیزۍ سره را خپره شوې، ولسي وګړي یې د ویر او ماتم په ټغر کینولي، خو د ننګرهار له چارواکو او ولايتي شورا څخه بیا تر ارګ او یوناما پورې ټولو د خاموشۍ روژه نیولې، لکه هیڅ کوم بد کار چې نه وي شوی!! هسې خو د ظلم او وحشت دغه سلسله د ۲۰۰۱م کال څخه را شروع ده مګر د بليک واټر د قرارداديانو او صفر دوه شیطاني قطعې دا نوي او تازه عملیات چې په هره چاپه کې حتما تر لسو پورته ملکي وګړي په شهادت رسوي، له تيرو څلورو میاشتو راهیسي په ننګرهار کې په شدت سره ادامه لري، د ننګرهار په ولسواليو یې نمبر ایښی او هرو دوو دریو شپو کې یوه ولسوالي په نښه کوي او هلته بیا د ملکي خلکو پر کورونو په توره شپه کې په خورا وحشت داړه اچوي، د 02 قطعې او د بلیک واټر د قراردادیانو په دغو عملياتو کې یو ځل هم داسې نه دي شوي چې دوی دې یوه سیمه باندې چاپه وهلي وي او بیا دې د ملکي وګړو له وژلو پرته بیرته راستانه شوي وي، دا چې په دا وروستیو کې د ننګرهار اطرافي سیمو کې د طالبانو او نورو مخالفو ډلو حضور او عملیات نسبت پخوا ته یو څه کم شوي، نو دغو د صفر دوه قطعې ظالمانو ته پوره مخه خلاصه ده.

د تیرې شپې د ککړک سیمې قربانیانو نن خپل شهيدان سړک ته راویستلي او په اعتراض یې لاس پورې کړی ؤ چې د ولسوالۍ او بلاخره د والي د کسانو لخوا ورسره سخت چلند شوی او د مشکل د اوریدو پرځای یې مظاهره کوونکي وهلي او ټپیان کړي دي نو ځکه خو وایم چې مړ هم زه او پړ هم زه.

په رسنیو کې فعال د غرب زیره خواره او د یورپ سګ شویان چې د حکومتي ظالمو جنرالانو په مرګ یې ویرونه خیژي، د ملکي وګړو د دغه روانې عام وژنې په ځواب کې په ډېره سپین سترګۍ وایي چې ښه شوي او بیا وایي چې دا خو ملکي خلک طالبانو ته ځای ورکوي نو ځکه باید داسې ورسره وشي!! د دوی خو خپله نر او ښځې د یرغلګرو په چوپړ بوخت دي، د ایمان او جدان سودا یې کړې او د صلیبي اشغال کلک ملاتړ کوي، نو د ملکي خلکو د وژلو لپاره به حتماً داسې پلمې او بهانې لټوي چې پرې روانو وحشتونو ته یو جواز برابر کړي، خو زه به د دوی په ځواب کې فقط دومره ووایم چې تاسو وګورئ حکومت بیسونه، پوستې، چیک پواینټونه او حکومتي مرکزونه خو هم ټول د ملکي خلکو په کلیو، کورونو، بازارونو او د دوي د استوګنې د سیمو په منځ کې موقعيت لري، نو آیا دا اوس طالبانو او یا نورو مخالفو ډلو ته د دې خبرې جواز جوړيږي چې په ملکي خلکو حملې وکړي؟؟ دا خو هم په کراتو کراتو معلومه شوې چې کله په حکومتي خلکو حمله وشي، نو که شل تنه حکومتي چارواکي ووژل شي او بیرته د دوی(حکومتي منسوبینو) په خپلو ډزو دوه درې تنه ملکیان شهيدان شي، نو هم په رسنیو کې یوه غوغا جوړه وي چې هله طالبانو درې تنه ملکي وګړي ووژل او بیا یوناما هم راویښه شي، نور سازمانونه هم وخوریږي، حال دا چې دا کسان به وژلي هم یا حکومتي خلکو وي او یا به د طالبانو لخوا په غیر قصدي ډول وژل شوي وي، خو دلته به دا د ۲۰تنو نظامي کسانو وژنه څوک نه یادوي بلکې دغه ۳تنه ملکي وګړي به یادیږي، رسنۍ به پرې ګردي میزونه جوړوي او د اونۍ توده موضوع به همدا بلل کیږي، برعکس دا وګورئ چې که چیرته د امریکایانو او داخلیانو په عملیاتو کې شل تنه ولسي وګړي ووژل شي او یو تن مخالف وسله وال، نو اجیري رسنۍ، د امريکا زیره خواره خبریالان او شننونکي، یورپ ميشتي سګ شویان او داخلي يرغل پلوه مبصرین به دا د امريکايانو او داخليانو لویه لاسته راوړنه ګڼي او نه دا چې د ملکي وګړو وژنه به نه محکوموي بلکې د هغه یو تن طالب یا بل کوم مخالف سره به لس تنه ملکي وګړي هم مخالفین یادوي او وایي به د دولت د مخالفینو ملا ماته شوه!!

اخر دا ولس به تر څو داسې د يرغلګرو او د دوی د لاسپوڅو لخوا وژل کیږي او پرې به درنې بمبارۍ، چاپې او حملې کیږي، دا د بشر د حقوقو تنظيمونه ولې خاموش دي؟ ولې څوک حقيقت نه پلټي؟ د صفر دوه قطعې ظالمان چې د مخالفینو سره د لسو دقیقو جګړې توان نه لري، لومړی سیمه ښه څاري او کله چې ورته په سيمه کې د مخالفینو نه شتون يقيني شي، نو بیا لکه د وږیو لیوانو په ولسي وګړو ورغوټه شي، په توره شپه کې پرې ماتم جوړ کړي، ماشومان او ښځې په خپلو وینو کې ولمبوي، کورونه یې ورته وران کړي، دوکانونه او وسایط یې ورته وسوځوي، او بیا په سبا د رسمي سرچینو له قوله راپور ورکړي چې د لسو تنو قوماندانانو په شمول مو پنځویشت تنه مخالفین وژلي او د دوی د پټنځایونو د نړولو تر څنګ مو لسګونه میله سپکه او درنه وسله تر لاسه کړې ده!! حقیقت بیا څه وي: مخالفین=ښځې او ماشومان

قوماندانان=سپین ګیري

پټنځایونه=خټين کورونه

سپکه او درنه وسله= د ملکي وګړو د کورونو چور شوي مالونه

د صفر یک او صفر دوه قطعې وحشتونه او د بليک واټر دا روان مظالم به بلاخره د دې ولس د صبر کاسه ورډکه او که دا سلسله همداسې دوام ولري، نو دا به د یو سرتاسري ملي اسلامي او جهادي پاڅون سبب شي چې په ترڅ کې به یې د یرغلګرو او د دوی د ګوډاګیانو ټغر بشپړ ورټول شي.

د ګران هيواد د آزادۍ او اسلامي نظام د قيام په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x