افغانستان

صفر يو قطعې په جلال اباد ښار کې يو ديني عالم شهيد کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱لړم ، ۱۳۹۷ل):د ګډ حکومت صفر يو قطعې تېر ماخستن د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار  درېيمې ناحيې عربانو کلي کې د مولوي رفيع الله عرب په نوم يو ديني عالم په خپل کور کې د ماشومانو او ښځو پر وړاندې شهيد کړی دی.

د سيمې اوسېدونکو نن ټکی اسيا ته ويلي، چې  مولوي رفيع الله عرب د کلي جومات کې د قرانکريم د حفظ حلقې استاد و او په الفلاح پوهنتون کې يې زده کړې کولې.

د هغه وروڼه او تره زامن وايي، چې تېر ماښام، نوموړی له جومات څخه کور ته راغی، څه شېبه وروسته د صفر يو قطعې عسکر کور ته په وحشت داخل شول، د مولوي رفيع الله عرب پلار، وروڼه او تره زامن يې له کوره وويستل او دی يې په خپله کوټه په ډزو ټپي کړي، چې وروسته يې روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

په دې وروستيو کې صفر يو قطعې او نورو کورنيو او بهرنيو عسکرو د ديني علماوو او بې دفاع خلکو وژنو ته زور ورکړی او تېره ورځ يې هم د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ولسي وګړي شهيدان کړي وو.

د ننګرهار سربېره په لوګر، خوست، کندوز، کاپيسا، ميدان وردګ او نورو سيموو کې سلګونه ولسي خلک د عملياتو پر مهال وژل کيږي، خو رسنۍ، حکومت او د بشري حقونو په نوم ټولنې د دغو ولسي مرګ ژوبلو په اړه هېڅ نه وايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x