افغانستان

ناټو ومنله چې افغان عسکر يې درو عسکرو ته مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱لړم، ۱۳۹۷ل): ناټو د هېواد په لوېدیځ کې د نفوذي بریدګر له لوري د خپل یو عسکر وژل کېدل او د دوو نورو ټپي کېدل ومنل.

رسنیو ته د غوڅ ملاتړ ماموریت له مطبوعاتي څانګې په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د یو افغان عسکر له لوري تر برید لاندې راغلل.

طالبانو پرون (دوشنبه، ۳۰تلې) وویل، چې د دوی نفوذي ملګري درېیو امریکایانو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دغه بریدګر وحیدالله نومېده چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکی و.

په افغانستان کې د بهرنیانو د غوڅ ملاتړ ماموریت د وژل شوي او ټپي عسکرو په اړه نور جزييات نه دي ورکړي، خو ویلي يې دي، چې دوی په خدماتي چارو کې پر دندو بوخت و.

ځينو سرچینو ویلي، بریدګر د افغان عسکرو په مرسته بهرنیانو ته ژوندی په ګوتو ورغلی او له هراته يې کابل ته لېږدولی دی.

دغه پېښه د هرات په شینډډ کې وروسته له هغه را منځته کېږي، چې تېره پنجشنبه (۲۶تلې) طالب نفوذي بریدګر په کندهار کې ګڼو لوړپوړو بهرنیو او کورنیو چارواکو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

په دې برید کې د دوو بهرنیو عسکرو په ګډون د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق او د کندهار د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومین ووژل شول او د یو امریکايي جنرال او د کندهار د والي په ګډون ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د نفوذي بریدونو په اړه ان پخپله ډونالډ ټرمپ پرلپسې څرګندونې کړې او ټينګار يې کړی چې په افغانستان کې د هغو عسکرو پر روزنه پیسې مصرفوي چې بېرته پر دوی شپېلۍ ور اړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x