عبدالله عبدالله: رازق زموږ بهرنیو «دوستانو» نه دی وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱لړم، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د کندهار په پېښه کې د بهرنیو «دوستانو» لاس ثابتول په لوی لاس د «دښمن» ژرندې ته اوبه اچول دي.

هغه چې د وزیرانو شورا ناسته کې (دوشنبه، ۳۰تلې) خبرې کولې، د کندهار پېښه کې د امریکایانو لاس لرل يې د «دښمنانو تبلیغات» یاد کړل.

که څه هم د بهرنیانو عمومي قومندان سکاټ مېلر چې له بریده سلامت وتلی، په دې اړه تبصره هم نه ده کړې، خو د عبدالله عبدالله له خولې يې یادول ضروري انګېرل شوي دي.

طالبانو د دې برید مسؤلیت پر غاړه واخیست او بریدګر يې خپل نفوذي کس یاد کړ، چې د ملي امنیت ریاست هم ومنله او ویې ویل بریدګر په جعلي تذکره او جعلي نوم د والي په ساتونکو کې ننوتی و.

عبدالله عبدالله غیر مستقیم تاییدوي چې برید طالبانو کړی دی، هغه وویل، هغوی چې دې برید کې بهرنیان ښکېل بولي د «دښمنانو جنایتونو» ته توجیه ورکوي، په وینا يې «د طالبانو جنایتونو ته توجیه ورکول د افغانستان له خلکو سره دښمني ده.»

دا په داسې حال کې دی چې د طالبانو دې برید د کورنیو چارواکو په ګډون بهرنیان هم د ګنګستیا تر بریده رسولي دي.

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل هم تاییدوي چې برید طالب استشهادي کړی دی.

هغه پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دغه بریدګر ګواکې له ډېورنډ فرضي کرښې ها خوا یوه استشهادي مرکز کې روزل شوی و.

تر برید څو ورځې وروسته هم د طالبانو دې تکتیکي حملې ګڼ مبصرین له څه ویلو عاجز کړي و، خو ورو ورو د چارواکو له خولو داسې اعترافات را وځي چې د طالبانو څرګندونې تاییدوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د