افغانستان

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون د ځينو مرکزونو رايې باطلې اعلانوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وايي د هغو مرکزونو رايې به باطلې اعلان کړي، چې بایومټریک ماشین پکې نه دی کارېدلی.

که څه هم په لومړۍ ټاکنیزه ورځ د بایومټریک ماشین د خرابۍ او د کارکوونکو د نه روزنې شکایتونه رسنیز شول؛ په دویمه ورځ اصلاً دغه ماشین کارېدلی نه دی.

ټاکنې چې د طالبانو د ګواښونو او بریدونو او همدرانګه تخنیکي ستونزو له امله دویمې ورځې ته هم وغځېدې، ان پلازمېنه کابل کې دغه ماشین ونه کارول شو.

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وايي دوی به هغه رايې باطلې کړې چې رایه ورکوونکی يې بایومټریک شوی نه وي.

هغو سیاسي ګوندونو چې د پروسې بایومټریک کولو باندې يې ټینګار کاوه، هم ورته نظر لري او له کمیسیونه غواړي چې بې بایومټریکه رايې باطلې کړي.

د ولسي جرګې ټاکنو کې (۲۹-۲۸تلې) د نوم لیکونکو له ډلې نیمايي کسانو هم خپلې رايې ونه کارولې.

که څه هم د ټاکنو کمیسیون او د ګډ حکومت دواړه مشران دا ټاکنې بریالۍ بولي، خو ورسره په څنګ کې مني چې د دوی د دعوې له مخې له نږدې اته نیم میلیونه نوم لیکونکو څخه پوره څلور میلیونه کسانو هم رايې نه دي کارولې.

د ولسي جرګې ټاکنې په داسې حال کې ناندرییزې کېږي، چې د ټاکنو کمیسیون باید ولسمشریزو ټاکنو ته هم تیاری ونیسي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو اعلان به نږدې ۲۰ ورځې وروسته وشي.

په ورته وخت کې طالبانو پر حکومت او بهرنیو ملاتړو يې غږ کړ، چې له ټاکنو سره د ولس پراخ پرېکون د اشغال ضد کرکه په ډاګه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x