افغانستان

اجرائیه رئیس: حکومت ټاکنو کې بې‌ طرفه نه دی پاتی شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۱لړم، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت دویم مشر عبدالله عبدالله پرون د کابینې غونډې ته وویل، حکومت د پارلماني ټاکنو پرمهال د بې‌ طرفۍ اصل تر پښو لاندې کړی او په وینا یې په دې اړه ښکاره ثبوتونه لري.
نوموړي زیاته کړه، د حکومت له لوري د ولسي جرګې د څوکیو د وېش په تړاو تورونه لګول شوي؛ خو ده له هېڅ کوم نوماند څخه مادي یا معنوي ملاتړ نه ‌دی کړی.
تر دې وړاندي ځېنو مدني بنسټونو هم، د افغانستان لپاره د ډیموکراسۍ په نوم بنسټ ـ چې د ښاغلي غني ډلې له لوري مدیریت کېږي؛ تور پورې کړی ‌و چې د ولسي جرګې ځېنو نوماندانو څخه ملاتړ کوي.
اجرائیه رئیس وویل، د ولسي جرګې دوو ورځو ټاکنو کې ډېر داسې موارد وو چې د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید د خلکو د قناعت لپاره ورته لاسرسی کړی ‌وای.
باید وویل شي د ولسي جرګې تازه ټولټاکني چې دویمي ورځي ته وغځیدي؛ په پراخه کچه یې د خلکو اعتراضونه را پارولي، او په یو شمېر ولایاتو کې یې پرضد د لاریونونو راپورونه هم ورکول شوي.
په نړیواله کچه هم د حقوق پوهانو له نظره یاد انتخابات ناقص او غیر قانوني ګڼل شوي دي.
د ټاکنیزو شکایاتو کمیسون اعلان کړی چې ښایي زیاتره برخه یې باطلي اعلان شي. که څه هم اشرف غني د ټاکنو پروسه بریالۍ ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x