افغانستان

طالبان: د ټاکنو ناکامۍ له اشغال سره د ولس کرکه ثابته کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱لړم، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي په ټاکنو کې د ولس نه ګډون په په ډاګه کړه چې له اشغال او ملاتړو يې کرکه لري.

طالبانو چې تر ټاکنو وړاندې د ښوونیز کمیسیون، بلنیز کمیسیون او نظامي کمیسیون له لوري درې بېلابېلې اعلاميې خپرې کړې وې، تازه يې د ټاکنو د پای په اړه په هم اعلامیه خپره کړې ده.

دوی پر بهرنیانو او حکومت غږ کړی چې «افغان مسلمان او مجاهد اولس چې خپل دیني او ملي اقدارو ته کلک تعهد لري، اشغالګر د دین او مؤمن اولس دښمنان بولي او د هغوی هره دسیسه د هیواد او اولس پر ضد او زیان ګڼي، داسلامي امارت غوښتنې ته یې په لبیک ویلو سره د ټاکنو جعلي پروسه په یومخیز ټول تحریم کړه، تر دې چې د ټاکنو په ورځ ډیر کم خلک هغه هم یوازې د ګوډاګۍ ادارې اړوند مامورین او معاشخواره او د کاندیدانو ناظرین د رای اچولوپه مراکزو کې ترسترګو کیدل او داشغال ملاتړې رسنۍ مجبورې شوې د اولسي ګډون د ښودلو لپاره پخواني او جعلي انځورونه خپاره کړي.»

اعلامیه کې د واشنګټن پوسټ هغه راپور ته هم اشاره شوې چې ان پلازمېنه کابل کې داسې ټاکنیز مرکز هم و، چې د نوم لیکونکو شمېر پکې ۵۰۰۰ تنو ته رسېده، خو یوازې ۱۰۰ رايې پکې کارېدلې وې.

د ټاکنو کمیسیون هم د خپلو ټولو رایو اعظمي شمېر نږدې څلور میلیونه یاد کړ، چې د دوی د محاسبې له مخې نیمايي نوم لیکل شویو کسانو هم پکې برخه نه ده اخیستې.

دې کمیسیون دعوه کړې وه، چې تر اته نیم میلیونه ډېرو کسانو د رایو لپاره نوم لیکنه کړې، خو په دوه ورځې ټاکنو کې څلور میلیونه کسانو هم خپلې رايې ونه کارولې.

طالبانو هم لیکلي: «د اولس لخوا د ټاکنو سرتاسري تحریم یوازې کومه ادعا نه ده بلکې د نړۍ او هیواد اکثرو مطبوعاتو او د ټاکنو څارونکو بنسټونو هم وویل چې په دې تش په نامه ټاکنو کې خورا لږ شمیر خلکو ګډون کړی دی.»

اعلامیه کې پر بهرنیانو او کورنیو چارواکو غږ شوی، چې که رښتیا هم ولسي ارادې ته ارزښت ورکوي، نو ولس ثابته کړه چې له دوی کرکه لري او ښه ده چې اشغال ته د پای ټکې کېږدي.

دوی ضمناً داهم ور یاده کړې چې د ولس دا پراخ پرېکون دې ژور وڅېړي، چې ولې د دوی دومره پراخو تبلیغاتو هم ولس ور مات نه کړای شو.

«د افغانستان اسلامي امارت چې د دښمن د دغې تیرایستونکې پروسې ناکامي او سرتاسري پریکون د خپل مجاهد اولس تاریخي کارنامه بولي، د هیواد په اشغال کې په دخیلو ټولو اړخونو غږ کوي چې د اولس لخوا د دې پروسې تحریم په ژوره توګه وڅیړي. ځکه ستاسو لخوا د دومره پراخ تبلیغ،تطمیع او بیلابیلو فشارونو سره سره د اولس لخوا په ټاکنو کې نه ګډون ثابتوي چې افغان اولس له اشغال او ورسره تړلیو ټولو پروسو څخه کرکه لري او هیڅ نوعه باور ورباندې نلري. که تاسو واقعا د اولسونو ارادې ته احترام لرئ نو باید چې په افغانستان کې هم د افغان اولس جمعي ارادې درناوی ولرئ او خپل ناروا اشغال ورباندې تحمیل نه کړئ.»

د ټاکنو کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد هم د ټاکنو په لومړۍ ورځ ومنله چې ان کابل کې يې ګڼ کارکوونکي د طالبانو د ګواښ او توصيې له مخې له دندو زړه توري او په وینا يې دغه پروسه يې له ستونزو سره مخ کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x