جنرال رازق او رحمت الله نبیل

نبیل: پر رازق بریدګر [استشهادي] مرکز کې روزل شوی و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱لړم، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي په کندهار کې پر جنرال رازق بریدګر استشهادي مرکز کې روزل شوی و.

طالبانو هم ذبیح الله ابو دجانه خپل روزل شوی سرتېری یاد کړی و، چې د همدې پلان لپاره د والي په ساتونکو کې ګمارل شوی و.

نبیل پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، دغه بریدګر د فدایانو په یو مرکز کې پوره روزنه لیدلې وه.

هغه پخپله ټویټر پاڼه د ذبیح الله ابودجانه د طالبۍ او عسکرۍ دوه هغه تصویرونه خپاره کړي چې طالبانو هم پخپله خپره کړې ویډیو کې خپاره کړې دي.

له توقع سره سم، دې پخواني استخباراتي چارواکي دا بریدګر د ډېورنډ فرضي کرښې ها خوا روزل شوی بللی او پردیو استخباراتو ته يې د برید د منسوبولو هڅه کړې.

پرون دوشنبه (۳۰تلې) د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي هم ومنله چې دغه بریدګر په جعلي نوم او جعلي تذکره د والي د ساتونکي دنده تر لاسه کړې وه.

هغه هم د طالبانو هغه څرګندونې چې خپل نفوذي سرتېری يې د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکی یاد کړی و، تایید کړې.

یاده دې وي له دې پېچلي نفوذي بریده لا اوونۍ نه ده اوښتې، چې یو بل نفوذي بریدګر د هرات په شینډډ کې یو بهرنی عسکر وواژه او دوه نور يې ټپیان کړل.

 جنرال رازق د رحمت الله نبیل د هغه پلان ملګری هم و، چې د بلک واټر کمپنۍ له مشر سره د جګړې د خصوصي کولو لپاره هوکړه کړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د