افغانستان

کندهار: د اشرف غني د راتګ په خاطر ښار تړل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱لړم، ۱۳۹۷ل): کندهار ته د محمد اشرف غني د سفر له امله، دا ښار بشپړ تړل شوی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي ښار کې یوازې د ارګ ځانګړي ساتونکي، کمانډو عسکر او د صفر درې قطعې ځانګړي ځواکونه تر سترګو کېږي.

د کندهار ځايي چارواکي وايي، محمد اشرف غني به د جنرال رازق قبر ته ورشي او بیا به خلکو ته وینا وکړي.

په کندهار کې د ګډ حکومت د مشر د سفر له امله ټول خدمات په ټپه ولاړ دي.

جنرال رازق تېره پنجشنبه (۲۶تلې) د طالبانو په نفوذي برید کې له دوو امریکايي عسکرو او د ملي امنیت له رییس جنرال عبدالمومین سره یو ځای ووژل شو.

په دې برید کې یو لوړپوړ امریکايي جنرال جيفري سمايلي او د کندهار والي زلمی ویسا مرګوني ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x