نظــر

د رازق خان په وژلو کې د طالبانو د امنیتي وړتیا برلاسي

شاهد (غزنیوال)

په جنوب لویدیځ زون کې د رازق خان په څیر مسلط، ځواکمن او امریکايي چارواکو ته د باور وړشخص وژنې نن سبا د افغانستان مطبوعاتي فضا سخته مصروف کړې او هرڅوک یې په اړه بیلابیل نظریات او تحلیلونه وړاندې کوي.

هغه څه چې په دې باره کې ډیر د پام وړ دي هغه دا چې طالبانو څرنګه وکړای شول په دغسي یوه حساس زماني واټن کې دغه ډول خارق العادته پلان تنظیم او له خنډ پرته یې عملي کړي؟

دلته د جنرال رازق خان د وژنې په اړه د طالبانو د امنیتي شاهکاري په اړه څو ټکې د یادونې وړ دي:

د دولتي لیکو امنیتي اختراق

تیره ورځ د ملي امنیت لوی رئیس ښاغلي معصوم ستانکزي رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې وویل:

(( حمله کوونکي تر حملې لږ مخکې له پولې پورې خوا ته له یو چا سره ټېلفوني خبرې کړې وې چې دوه نیمې دقیقې یې دوام کړی و)).

له استخباراتي لحاظه د معصوم ستانکزي په څیر لوړپوړي امنیتي چارواکې دغه ډول څرګندونې په خپله د هغوی له لوري د امنیتي او کشفي ارګانونو پر ناکاري او بیکفایتي ښکاره اعتراف دی او دا ځکه چې :

لومړی: د دغه ډول یوې مهمې غونډې په مهال هم دوی د غونډې د حفاظت او خوندیتوب لپاره هیڅ ډول استخباراتي او کشفي تدابیر نه لري، بلکې دغونډې په جریان کې خپله د والې تر ټولو نیږدي ساتونکي کولای شي له هیواده بهر له هرچا سره تماس ونیسي ، د دوي په اصطلاح له بهر نه دستور واخلي او دلته یې له هیڅ ډول تردد پرته د ولایت په لومړي نمبر چارواکو په بریالیتوب سره عملي کړي.

دوهم: د دوئ امنیتي او کشفي ارګانونه د دې وړتیا نه لري چې د هغوې په منځ کې د طالبانو د اختراق ( پټ ننوتلو) مخنیوی او یا د هغوی شناسايي وکړي.

ځکه خپله د ستانکزي په خبره چې د رازق خان وژونکی یوه نیمه میاشت وړاندې او د کندهار د والي په خبره دوه نیمې میاشتې وړاندې په جعلي تذکره او بدل نوم د والي په ساتونکو کې ځان ځای پرځای کړی و.

د دولت د امنیتي ارګانونو اغفالول

دا چې طالبان وتواندیل خپل یو نفوذي طالب د کندهار ولایت غوندې په مهم ځای کې په داسې ډول ځای پرځای کړي چې د دوه نیمو میاشتو په تیریدو سره هم امنیتي چارواکي نه د هغه حرکات درک کړای شي او نه هم د هغه ټلیفوني تماسونه دا د دې معنی لري چې طالبان له داسې فوق العاده امنیتي وړتیا څخه برخوداره دي چې د نړیوالو ځواکونو په لاس روزل شوي د دولت امنیتي ځواکونه یې په خپلو مجهزو وسائلو سره د کشف او تعقیب وړتیا نه لري.

د خپلو ګواښونو د تنفیذ صلاحیت

د رازق خان وژنه د هغه له نورو جُرمي فعالیتونو سره سره د انتخاباتو له پروسې سره هم مستقیم تړاو لري ځکه یې له امله په کندهار کې د دې پروسې تر سره کیدل هم تر یوې اوونۍ پوري و ځنډیدل.

دا چې طالبانو د ټاکنو پروسې د ګواښلو او تخریبولو لپاره لا له وړاندې د رسمي مکررو اعلامیو په ترڅ کې خبر داری ورکړی او هغوی وتوانیدل په یوه تر ټولو حساس وخت کې تر ټولو د مهمو کسانو د وژلو په اړه خپل کړی ګواښ علمي او د کندهار د ټاکنو پروسه ځنډنۍ کړي دا دې ښکارندويي کوي چې طالبان چې کله هم د یوڅه په اړه ګواښ کوي ، هغه تش ګواښ نه ؛ بلکې په لڼد وخت او یا په لیږ ځنډ سره یې د تنفیذ صلاحیت هم لري.

د دولتي چارواکو ترمنځ د بي اعتمادي ایجادول.

طالبانو د رازق خان په وژلو سره نه یواځې دا چې په جنوب لویدیځ زون کې خپل یو ترټولو شریر دښمن وواژه ، بلکې د هغه وژنه یې په داسې ډول عملي کړه چې د دولتي چارواکو ترمنځ یې سخته بي باوري او بد ګماني ایجاد کړه.

د همدې بي باوري او بد ګماني پر اساس د رازق خان کورنۍ ، د هغه نیږدي پلویانو او د شمالي ټلوالې ځینو خواخوږیو د رازق خان په وژلو کې لوړپوړي چارواکي مستقیم د خیل بولي او حتی ځیني خو یې د وژنې پړه پر امریکايانو ور اچوي.

د دولتي چارواکو ترمنځ دغې بي باوري دومره زور اخیستی چې ډاکټر عبدالله او معصوم ستانیکزي مجبورشول د هغې د لیري کولو لپاره خاصې څرګندونې ولري او دواړه په دې اړه خپاره شوي شائعات رد کړي.

خلاصه :

سره له دې چې دولتي چارواکي بیا هم د تیر په څیر له مسؤلیت څخه د تیښتې په خاطر د رازق خان د وژنې طرحه د پولې هاخوا کار بولي ، خو واقعیت دا دی چې رازق خان د خپل ولس او هیواد په مقابل کې د کړیو جنایاتو له وجې د طالبانو په لاس ووژل شو.

ځکه د رازق ټول جنګي تبارز د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې د ده د هغو بشر ضد جنایاتو محصول دى چې د بشري حقونو د دفاع او ساتنې کمیتې (Human Rights Watch) ) یې نوم د جنګي جنایتکارانو په ډله کې شامل کړی او عملا د هغوی لخوا تر تعقیب لاندې و.

خو دا چې امريكايان خپله ټول جنګي مجرمین او (Human Rights Watch)) په رسمیت نه پیژني نو ځکه یې رازق خان ته د خپل یوه تر ټولو وفادار اجرتي همکار په توګه کتل او د بشري حقونو د دفاع سازمانونو له هرډول تعقیب او مجازات څخه یې ژغوره.

خو طالبانو د الله په نصرت او د خپلې پوځي او امنیتي شاهکاري په مټ سره وکړای شول دغه د اشغالګرو اجرتي قاتل جنرال د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسوي او ځوریدلي کندهاریان یې د تل لپاره له شرارت څخه بیغمه کړي.

چراغ ظلم ظالم تادم محشر نمي سوزد
اګر سوزد شبي سوزد شبې دیګر نمي سوزد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

محترم غزنيوال صاحب
اسلامعليکم ورحمته لله وبرکاته
ډيراعلی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x