نظــر

ګلاجانۍ ټاکنې

خالد افغان زوی

په ۲۰۱۴ م کال کې د ولسمشرۍ انتخابات په ګلمرجاني انتخاباتو مشهور شول، مګر د ولسي جرګې تازه ترسره شویو ټاکنو ته ځکه د ګلاجانیو ټاکنو نوم ورکولای شو، چې د ټاکنو د کمیسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع د خپل کاواکه مدیریت او ناسم پلان او پروګرام له مخې له ټاکنو هغسې خندوونکې ډرامه جوړه کړه چې هیچا یې هم تصور نه و کړی.

دمګړۍ ټوله حکومتي دستګاه، رسنۍ او د ټاکنو کمیسیون په دې بوخت دی چې څرنګه د ټاکنو په ورځ رامنځته شوې رسوایي او ناکامي پټه کړي او خلکو ته دټاکنو د بریا او د خلکو د پراخ ګډون کاذب باور ورکړي. خو د ګلاجانیو انتخاباتو اصلي ستونزه څه وه او ولې ډیر کم تعداد خلک وتوانیدل چې رایې وکاروي او مطلق اکثریت بیرته مایوسه کورونو ته لاړل.

دلته په هغو امنیتي ستونزو نه غږیږو چې د افغانستان په اتیا فیصده جغرافیه کې یې د ټاکنو پروسه بشپړه تعطیل او له خنډ سره مخامخ کړه او نه هم د عام اولس د هغه پریکون یادونه کوو چې حتی په ښارونو کې یې په ټاکنو کې ګډون ونکړ، بلکې یوازې د هغو کم شمیر خلکو د ستونزو او خنډونو یادونه کوو چې د رایه کارولو لپاره راوتلي وو خو بیا هم مایوسه کورونو ته لاړل او خپلې رایې یې صندوقونو ته ونه غورځولې.

اصلي کیسه له دې ځایه پیلیږي چې  دوه کاله وړاندې د ټاکنیز سیستم د اصلاح په اړه د اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ د مباحثو په لړ کې د ډاکټر عبدالله غوښتنه دا وه، چې دا ځل د تقلب د مخنیوي او ښه شفافیت لپاره له انتخاباتو وړاندې باید لومړی د هر مرکز رایه اچوونکي ثبت شي، نومونه یې نمبروار په لستونو کې ځای په ځای شي او په تذکره یې هغه سټیکر ولګیږي چې په لست کې د ده د نوم نمبر ورباندې لیکل شوی وي، تر څو بیا د هماغه خپل ثبت شوي نوم او نمبر په اساس په معین مرکز کې رایه وکاروي.

کله چې څو میاشتې وړاندې د ثبت نام پروسه پیل شوه، لومړۍ خو د دې پروسې کارکوونکو د کم استعداد او یا هم سهل انګارۍ له مخې د خلکو نومونه ډير ګډوډ او بې ترتیبه ثبت کړل، وروسته دا ټول لستونه د ټاکنو مرکزي کمیسیون ته انتقال شول، هلته د اجیرو کارمندانو په توسط د دغو لستونو کمپیوتري کول شروع شول، دغو د کرایې اجیرانو چې یوازې یې خپل روزانه اړوله، د لستونو په ثبت کې یې هیڅ دقت ونکړ. لستونه یې ګډوډ، بې نظمه او نیمګړي ثبت کړل، چې له همدې ځایه د ټاکنو د ورځې پراخې ګډوډۍ او سردرګمۍ ته لاره هواره شوه.

بله غلطي دا وشوه چې له ټاکنو وړاندې کله دغه لستونو خپلو اړوندو ټاکنیزو محلونو او د رای ګیرۍ مراکزو ته لیږل کیدل نو دغه لستونه بیرته خپلو معینو مراکزو ته سم ونه لیږل شول، ډیر لستونه غلطو مراکزو ته ولیږل شول تر دې چې د کابل ځیني لستونه د خوست په ټاکنیزو مراکزو کې راووتل او د بامیانو لستونه د هرات غوریان ولسوالي ته رسیدلی وو.

د ټاکنو په ورځ تر ټولو اساسي او زمانګیره ستونزه همدا په لست کې د نومونو پیدا کول و، دا ستونزه دومره جدي وه چې د اکثره مراکزو تر اتیا فیصده ډیر مراجعین ځکه له رایه اچولو محرومیدل چې په لستونو کې یې نوم موجود نه و او یا یې نوم نه پیدا کیده، واشنګټن پوست ورځپاڼې یو راپور لیکي چې د کابل ښار په زړه کې په یوه مرکز کې ۵۰۰۰ کسانو نوملیکنه کړې وه، مګر د رای ګیرۍ د ورځې تر پایه په کې یوازې ۱۰۰ تنو رایې وکارولې. په ځینو مراکزو کې تر ماسپښینه یوازې پنځلس کسان د رایې  په استعمال توانیدلي وو.

د بي بي سي په شمول رسنیو راپور ورکړ چې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې کله په نادریه لیسه کې د رای ګیرۍ محل ته لاړ تر څو خپله رایه وکاروي، نو هلته یې په لست کې ځکه نوم ونه موندل شو، چې دې مرکز ته د هغو نومونو لست نه و لیږل شوی چې په (ع) توري پيلیږي. چې په دې ډول د حکومت د دوهم مهم مشر نوم هم په لست کې نادرکه و او تر نیم ساعت تپ و تلاش سره سره ونه موندل. تر دې چې ډاکټر عبدالله مجبور شو پرته د لست او ځانګړي نمبر له مراعات څخه فوق العاده رایه وکاروي.

دولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش چې د کابل په لویدیځ کې یې یوه مرکز ته د رایې د استعمال لپاره تللی و، ورسره د طلوع ټیلویزیون یو خبري ټیم هم ملګری و، د طلوع په مستند راپور کې ښکاري چې لومړی دا مرکز له کارمندانو او تخنیکي موادو تش دی، وروسته سرور دانش د ټاکنو د کمیسیون مشر ګلاجان ته ټیلفون کوي، د هغه په امر د مرکز پرسونل را رسیږي او سرور دانش د لومړني رایه کاروونکي په حیث ورمخکې کیږي، خو دلته په لست کې د سرور دانش نوم پیدا کول هم تقریبا نیم ساعت نیولی دی.

د ټاکنو کمیسیون د ناکام مدیرت له امله اکثره د نظر خاوندانو او آزادو رسنیو دغه پروسه بشپړه ناکامه او بې اعتباره اعلان کړه، ځکه صندوقونو ته د اچول شویو رایو شمیر یو مخ کم دی او د لسګونو زرو له حد څخه تجاوز نه کوي. د ټاکنو کمیسیون مشر ګلاجان چې د خلکو د میلیوني ګډون تبلیغاتو او د بې اساسه ارقامو اعلان ته یې زور ورکړی یوازینۍ هڅه یې دا ده چې پیښه شوې رسوايي پټه کړي او د خلکو د کم شمیر ګډون خبره د خلکو له ذهنه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x