پنځه دقیقو کې د خولې بدبویي له منځه ویسئ!

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۷م): د خولې بدبویي یوه عامه ناروغي ده چې په ډاکټري لحاظ ورته هیلي ټوسس «halitosis» ویل کیږي، او د ساه اخیستلو پر وخت له خولې وځي، چې اصلي لامل یې د خولې ناپاکي او یو شمېر ناروغۍ ښودل شوي، چې د انسان شخصیت او ورسره ټولنیزې اړیکې یې زیانمنوي.

که څوک د خولې بد بویۍ ناروغي لري باید هر شپږ میاشتې وروسته د غاښونو ډاکټر ته ورشي او معاینه یې وکړي، هر ورځ له اتو تر لسو ګیلاسو اوبه وڅښل شي او د شپې لخوا هوګه او پیاز خوړلو څخه ډډه وکړي.

زیاتره وخت د خولې بدبویي هغه وخت هم رامنځته کیږي چې د تیز بوی لرونکو خوراکونو څخه وروسته د خولې نظافت خیال ونه ساتل شي، ځکه د خوړو وړې ټکړې په غاښونو او وریو کې پاتې کیږي او یا هم داسې خوراکونه د شپې لخوا وخوړل شي چې په پای کې د خولې بدبویي رامنځته کړي.

ویلنی او ګشنیز/دڼیا

که د څه لامله مو خولې بدبوي پیدا کړي وي نو د ویلني یا ګشنیز څو پاڼې خولې ته واچوئ، په دې سره به مو په عین وخت کې دغه ستونزه حل شي، دغه پاڼې که څه هم غاښونه نه پاکوي خو د غاښونو له کبله د بدبویۍ رامنځته کېدل له منځه وړي، دغه تجربه ډیره اغیزمنه ده خو په یاد ولرئ چې د همیشه لپاره نه بلکې د یوه محدود وخت لپاره.

لیمو

که په ناڅاپي ډول او یا داسې ځای کې مو د خولې بدبویي رامنځته شوه چې تاسې ته د شرم وړ ګرځي، نو د لیمو دانه راواخلئ او خولې ته یې واچوئ، یا یې په ګیلاس یوه اندازه اوبو کې واچوئ او وڅښئ، ځکه چې لیمو د خولې باکتریاوې مړې کوي، او د خولې بدبوي زیاتره وخت ددغو باکتریاو له کبله رامنځته کیږي، که کله مو پیاز یا هوګه وخوړه نو د بوی ختمولو لپاره ورپسې یو لیمو هم وخورئ.

مڼه

مڼه له اوبو څخه برخمنه میوه ده، چې په خوله کې د لعاب اندازه زیاتوي، او په مرسته یې باکتریاوې له منځه ځي.

سهار ناشته یا چای څښل

پوهان وایي که څوک د خولې بدبویئ ناروغي لري او سبا ناری نه کوي نو دده ناروغي په درمل هم له منځه نه ځي، دوی زیاتوي چې دخولې بدبویي ختمولو لپاره سبا ناری او چای څښل تر ټولو اړین دي، سباناري کې شین چای څښل غوره ثابتیږي.

ژاولې ژوول

د محدود وخت لپاره که غواړئ د خولې بدبویي مو له منځه ولاړه شي یو ډول غوره ژاولې وژويئ، په ځانګړې ډول هغه ژاولې چې د ویلني خوند ولري.

د یادونې ده چې د خولې بدبویئ رامنځته کېدلو ستر لاملونه د تمباکو نشه کول، مناسبه اندازه اوبه نه څښل، د غاښونو ستونزې، او داسې نور ښودل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د