افغانستان

چک؛ پخوانی لوړپوړی چارواکی له افغانستانه د عسکرو ایستل غواړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲لړم، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې په هرات کې نفوذي بریدګر دریو چکي عسکرو ته مرګ‌ژوبله واړوله، د دې هېواد یو پخوانی لوړپوړی چارواکی د عسکرو په ایستلو ټینګار کوي.

وړمه ورځ د هرات په شینډډ ولسوالۍ کې یو نفوذي طالب بریدګر یو چکي عسکر وواژه او دوه نور يې ټپیان کړل.

د دې هېواد د بهرنیو چارو پخواني وزیر لیوبومیر زاورالیګ د هغه هېواد د خلکو استازو ته په غونډه کې وویل، چې نور باید له افغانستان پښې سپکې کړو.

دغه پخوانی چارواکی وايي د افغانستان جګړه اوږده شوې او پای يې نه معلومېږي، ښه ده چې ځان ځينې را ټول کړو.

چک حکومت منلې چې هرات کې نفوذي بریدګر د دوی عسکر په نښه کړي او ټپيان يې بګرام کې تر درملنې لاندې دي.

دغه هېواد ټول ۳۵۰ عسکر د ناټو د غوڅ ملاتړ تر چتر لاندې لري، چې د افغان ولس پر ضد جګړه پرمخ وړي.

په هرات کې د برید مسؤلیت طالبانو ومانه او ويې ویل چې نفوذي بریدګر د دوی ملګری وحیدالله د ننګرهار اوسېدونکی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x