افغانستان

امریکا او څو عربي هېوداونو، ځينې طالب مشران تور لیست کې داخل کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲لړم، ۱۳۹۷ل): د «ترهګرۍ» د تمویل په نښه کولو مرکز «TFTC» چې د امریکا په ملګرتیا، کویټ، عمان، عربي امارات، سعودي، قطر او بحرین هم شامل دي، تازه پر طالبانو او د دوی په دعوه د هغوی پر ځينو مالي ملاتړو بندیزونه لګولي او تور لیست کې يې داخل کړي دي.

د امریکا د ماليې وزیر سټیفن منوچین سه‌شنبه(۱لړم) رسنیو ته وویل، په تور لیست کې نهه تنه افغان طالبان او دوه ایراني او دوه پاکستاني «طالب ملاتړي» شامل دي.

د راپورونو له مخې د هلمند لپاره د طالبانو والي مولوي عبدالرحیم، د هرات مرستیال والی عبدالصمد فاروقي او ځينې نور نظامي طالب مشران هم په تور لیست کې اضافه شوي دي.

د امریکا د ماليې وزیر دوه پاکستاني وګړي او دوه ایراني چارواکي هم د طالبانو په ملاتړ تورن کړي او هغوی يې هم په دې لیست کې شامل کړي دي.

طالبانو په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو وړاندې تر دې هم د دوی ګڼ مشران په تور لیست کې پاتې شوي، چې د دوی پر مبارزه يې کوم اغېز نه دی کړی.

دا په داسې حال کې دی چې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې هم پیل کړې او د سولې لپاره هیلې په ډېرېدو دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close