دپنجاب ایالت دلاهورپه ښار کی یو کس له الوتکی څخه لویدلی اومړشویدی

body_of_a_young_manدلاهور ښاردننه فیصل ښارګوټی په شااوخواکی دیوکوراوسیدونکی وایی چه زمونږ دکور

په سریوغټ ږغ پورته شو، اوکله چه مونږ وکتل ومولیدل چه د  شلو کالو په شااوخواکی

دیوکس ډیرسخت ژوبل شوی مړی دکورپربام پروت و

دکوراوسیدونکی وایی چه دمړی دلیدلوڅخه سمدستی وروسته مونږنژدی امنیتی چارواکو ته خبر ورکړ.
امنیتی چارواکی وایی چه مړی یونایژندل شوی کس دی چه دشلو کلنو په شااوخواکی عمر لری اوداسی معلومیږی چه له ډیری لوړی څخه رالویدلی دی اوډیرسخت ژوبل شویدی.
دلاهوردهوایی ډکراړونده چارواکو دهوایی میدان مربوطه ټولو کارکونکو په اړوند څیړنی شروع کړی دی ترڅومعلومه کړی چه مړی خو به دهوایی میدان دکارکونکو څخه نه وی.
که چیری داثابته شی چه مړی دهوایی ډکرڅخه علاوه کوم دباندینی څوک دی، نو دابه دهوایی میدان دمربوطه امنیتی چارواکو ډیره لویه نیمګړتیاوی.
اوعینی شاهدان وایی چه داکس هغه وخت دکورپربام راپریوتی دی کله چه دلاهورله هوایی ډګرڅخه یوه الوتکه ددوبی په لور الوتنه وکړه.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.