ټاکنو کمیسیون: د لړم ۱۵مه به وروستۍ پایلې اعلان شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کميسیو مسؤلین وايي د ولسي جرګې د ناندرییزو ټاکنو وروستۍ پایلې به د روانې میاشتې په ۱۵مه اعلان شي.

د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي، ولایتونو کې مرکزونو ته صندوقونه را ټول شوي، نن چهارشنبه به يې عمومي شمېرنه پیل شي.

هغه دا هم وویل چې دوی به د اطلاعاتو یو مرکز هم پرانیزي.

دا په داسې حال کې دی چې سیاسي ګوندونه او د ټاکنیزې پروسې څارونکي د ټاکنو دواړه ورځې له ګڼو ستونزو او درغلیو ډکې بولي.

ټاکنو کمیسیون وړاندې ویلي و، چې هغه رایې به باطلې اعلان کړي، چې رایه ورکوونکي يې بایومټریک شوي نه وي، په داسې حال کې چې په لومړۍ ورځ هم بایومټریک ماشین ستونزې لرلې او په دویمه ورځ اصلاً استعمال شوی نه دی.

د ټاکنو کمیسیون دعوه کړې وه، چې د نوم لیکوونکو شمېر يې تر اته نیم میلیونه هم اوړي، خو مني چې څلور میلیونه کسانو هم رایې نه دي ورکړي، د دې تر څنګ دعوه کوي چې ولس «پراخ ګډون» وکړ.

دغه کمیسیون په داسې حال کې پر کمزوري مدیریت تورنېږي، چې د ولسمشرۍ ټاکنې هم په مخ کې لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د