افغانستان

یوه نومانده وايي ان خپله رایه يې هم ورکه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲لړم، ۱۳۹۷ل): له کابل څخه ولسي جرګې ته نومانده، صفیه صدیقي وايي چې ان خپله رایه يې هم ورکه شوې ده.

دغه نوماند ګیله کوي چې په هغه ټاکنیز مرکز کې چې دې خپله رایه کارولې وه، له شمېر وروسته يې په حساب کې یوه رایه هم نه ده راغلې.

په ورته وخت کې له کابل څخه یو بل نوماند سلیم لوګروال وايي چې د خپلې کورنۍ ټولې رايې يې اوبو وړې دي.

هغه وايي د کورنۍ غړو او خپلوانو يې ۳۲ رايې ورته کارولې، خو هغه مرکز کې اوس یوه رایه هم د ده په ګټه نه ده حساب شوې.

لوګروال وايي په لومړي شمېر کې يې په ګټه ۱۹۲ رایې ووتلې، خو یوه ورځ وروسته په دې مرکز کې د بیا شمېر پر وخت د ده لپاره یوه رایه هم نه وه.

د ټاکنو کمیسیون په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون ویلي، چې دوی ته تر اوسه ۶۰۰۰ شکایتونه ور رسېدلي دي.

په همدې وخت کې له کابل څخه د ولسي جرګې د یو بل نوماند اجمل ګلاب څارونکو بیا پر هغه شکایت کړی دی.

د دې نوماند څارونکي وايي چې هغه ورسره قرارداد کړی و، چې د ټاکنو له پای وروسته به یو یو موبایل او پنځه پنځه زره افغانۍ ورکوي، خو اوس يې دفتر تړلی او ټلیفونونه يې بند دي.

اجمل ګلاب د خپلو څارونکو د شکایتونو په اړه خوله نه ده چوله کړې.

د شنونکو په باور د ولسي جرګې د ټاکنو بهیر وښوده، چې دا کمیسیون به ولسمشریزې ټاکنې هم له ناندریو ډکې کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

هر نوماند، خصوصاََ هغه چي شکايت لري،په هر ولايت کي چي وي،ښه دي ځان ساټ و باټ کي،په پيخر غوړي دي هم له ځانه سره واخلي او د هغه ولايت تربهرني بادارانو دي ځان ورسوي اودا دي هم ورته ثابته کي چي داسلام او مسلمان څخه کرکه لري،شميره ئي پخپله ډيريږي.
سرټيټ کړه چړچی او عياشۍ کوه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close