
ننګرهار: ګډو ځواکونو د درې کلنې ماشومې په ګډون اته تنه ملکي وګړي وژلي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲لړم، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په روداتو کې امریکايانو د داخلي عسکرو په ملګرتیا د یوې درې کلنې ماشومې په ګدون اته تنه ملکي وګړي وژلي او یو بل ټپي دی.
ځایي سرچینې وايي ګډو ځواکونو تېره شپه کابل کېمپ سیمه کې پر کورنو چاپه ووهله، دروازې يې ماتې کړې او ګڼ قیمتي اجناس يې له ځانو سره وړي دي.
سرچینې زیاتوي بهرنیو او کورنیو عسکرو د یوې درې کلنې ماشومې په ګډون اته تنه عام وګړي شهیدان کړي او یوه مېرمن يې ټپي کړې ده.
د ننګرهار ځايي چارواکو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو طالبانو د پېښې پخلی کړی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه پر پېښه خواشيني ښکاره کړې او زیاته کړې يې ده، چې عربانو سیمه کې هم عسکرو یو دیني عالم استاد رفیع الله وژلی دی.
تر دې وړاندې هم ګډو ځواکونو د ننګرهار په خوږیاڼو کې خونړۍ چاپې وهلې او پراخ ملکي تلفات يې اړولي، چې د قومي مخورو له شکایتونو سره سره سیمهییزو چارواکو کوم اقدام نه دی کړی.
چيري دي آ دسولي درواغجن تبليغېان او د امريکايانو خايه مالان،دا لعنتيان به اوس هم دا وائي چي دا ټوله پنجايان دي، اويا داچي د دوی همسايه طالب و، اويا داچي د دوی په کلی کي يو طالب و،او يا داچي د دوی دکلې له څنګ نه پر دوی ټکان شوي وه .