افغانستان

بدخشان: له طالبانو سره د یو قومندان یو ځای کېدو ولسوالۍ سقوط ته نږدې کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲لړم، ۱۳۹۷ل): د بدخشان چارواکو وروسته له هغه د کران و منجان ولسوالۍ د سقوط ته نږدې کېدو خبر ورکړ، چې د تېر جهاد یو قومندان له لسګونو کسانو سره د طالبانو ملګری شو.

طالبان وايي قومندان امام له خپلو ۷۰ تنو سره له ګڼو سپکو او درنو وسلو سره یو ځای د دوی لیکو ته ورغلی او خپله ټوله سیمه کې يې د اسلامي امارت بیرغ رپولی دی.

د طالبانو خبرپاڼه لیکي: «یاد قومندان تر خپل واک لاندې ټولو سیمو کې د اسلامي امارت د بیرغ په پورته کولو سره ژمنه کړې چې د خپل ژوند تر وروستۍ ورځې به د اسلامي امارت له اهدافو دفاع کوي او د وروستي اشغالګر تر ایستلو پورې به مقدس جهاد ته دوام ورکوي.»

قومندان امام طالبانو ته د نورو وسلو تر څنګ یو زیکویک او یوه پایه هاوان هم ورکړي دي.

په ورته وخت کې د بدخشان چارواکي وايي دغه ولسوالۍ د ولایت د دروازې حیثیت لري، که سقوط شي د ولایت مرکز به له ګواښ سره مخ شي.

دې چارواکو له طالبانو سره د قومندان امام او د هغه د ۷۰ تنو ملګرو د یو ځای کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x