ويرات کوهلي د چټکو ۱۰ زره منډو جوړولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۷ل): د هندوستان ملي لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړی ویرات کوهلي د نړۍ لومړی هغه لوبغاړی شو چې په پنځوس اوریزو نړیوالو سیالیو کې يې چټکې ۱۰۰۰۰ منډې جوړې کړې.

ویرات کوهلي چې په خپل کیرئر کې یې بېلا بېل پخواني ریکارډونه مات کړل، د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې په دویمه یو ورځینۍ سیالۍ کې نن د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۴مه) دغه ریکارډ په خپل نوم کړ.

نوموړي د ویسټ انډیز پر وړاندې په لومړۍ یو ورځینۍ سیالۍ کې ۱۴۰ او اوس په دویمه سیالۍ کې پرلپسې دویمه سلیزه هم په خپل نوم کړه، په دې سره یې د سلیزو شمېره ۳۷ ته ورسېده، دا مهال نوموړي ۱۰۷ منډې جوړې کړي او لا نه دی سوځېدلی.

نوموړي په ۲۱۳ سیالیو او ۲۰۵ پاڼیو کې له لس زرو څخه زیاتې منډې جوړې کړې، له دې وړاندې دغه ریکارډ د سچن ټنډولکر په نوم و چې له ۱۹۸۹م څخه تر ۲۰۰۱م کال پورې په ۲۶۶ سیالیو او ۲۵۹ پاڼیو کې د ۱۰ زرو چټکو منډو ریکارډ په خپل نوم کړی و.

ویرات کوهلي چې د یو ورځنیو سیالیو په جدول کې لومړی مقام لري، په ټولو نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۳۷ سلیزې او ۴۸ نیمه سلیزې وهلې دي، چې د ۵۸.۶۹ زیات اوسط لري، هغه همدا ډول په زیاتو سلیزو وهلو سره په دویم نمبر دی چې له ده وړاندې سچن ټنډولکر زیاتې ۴۹ سلیزې وهلې دي.

څه موده وړاندې ویرات کوهلي په ټولو نړیوالو سیالیو کې د زیاتو منډو جوړولو هغه ریکارډ چې براین لارا په ۴۱۱ سیالیو کې جوړ کړی و مات کړ، نوموړي دغه ریکارډ په ۳۸۲ نړیوالو (ټیسټ، شل اوریزې او یو ورځنۍ) سیالیو کې په چټک ډول په خپل نوم کړ.

یاده دې وي چې ویرات کوهلي د کرېکټ نړیوالې شورا کلنۍ جایزه دوه وراه ترلاسه کړې ده، نوموړي په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۷م کال کې دغه جایزه ترلاسه کړې ده، چې شونې ده د ۲۰۱۸م کال جایزه هم ترلاسه کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د