ملا عبدالغني برادر د پاکستان له زندان څخه ازاد شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲لړم، ۱۳۹۷ل): د طالبانو لوړ پوړی چارواکی او د ملامحمد عمر مجاهد مرستيال ملا عبدالغني برادر د پاکستان له زندان څخه ازاد شو.

نن ټکي اسيا ته د ملا عبدالغني برادر زوی له پاکستاني زندان څخه د هغه ازادېدل تائيد کړل او ويې ويل چې نن له غرمې وروسته نوموړی خپلې کورنۍ سره يو ځای شو.

له څو ورځو راهيسې ځينو رسنيو د نوموړي د ازادېدو راپورونه ورکول، خو نوموړی نن (چهارشنبه) له زندان څخه ازاد شو.

ملا عبدالغني يو له هغو کسانو څخه دی چې د طالبانو د تحريک په لومړيو کې يې له ملا محمد عمر مجاهد سره يو ځای د تحريک د رامنځته کېدو هڅې کولې.

نوموړی اته کاله وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پاکستان د څارګرې ادارې (ای ايس ای) له لوري ونيول شو.

د نوموړي د ازادېدو په اړه که څه هم تر اوسه د طالبانو رسمي سرچينو څه نه دي ويلي خو د هغه زوی او يو شمير لوړ پوړو طالب چارواکو نن ټکي اسیا ته د ملا برادر خوشې کېدل تائيد کړي.

تر دې وړاندې هم څو ځله د ملا عبدالغني برادر د خوشې کېدو اوازې خپرې شوې وې خو بيا دروغ ختلې وې.

د ۲۰۱۳ ميلادي کال د ستمبر په مياشت کې هم د ملا عبدالغني برادر د خوشې کېدو اوازې خپرې شوې خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رد کړې؛ خو ويلي وو چې خوشې شوی نه دی مګر روغتيايي وضعيت يې د انديښنې وړ دي.

ملا عبدالغني برادر په ۱۹۶۸ ميلادي کال د ارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې پيدا شوی دی او د پوپلزيو له قبيلې څخه دی او هملته يې ديني زده کړې کړي دي، په ۱۹۹۴ ميلادي کال چې طالبان په افغانستان کې د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ راپورته شو ملا برادر د دې تحريک له لومړنيو او بنسټګرانو څخه ګڼل کيږي.

په ۲۰۱۳ ميلادي کال کې نن ټکی آسیا له ځينو باوري سرچينو څخه معلومات ترلاسه کړي وو چې ملا برادر باندي د پاکستان په بندي خانو کي ډیر فشار اچول شوی وو، تر څو خپل ځانته یو جلا تنظیم اعلان کړي او د مشر ملا محمد عمر مجاهد څخه چې هغه مهال ژوندی و، خپله لاره جلا کړي، خو نوموړي له دې ټولو کړاوونو له زغملو سره سره بيا هم دا ونه منله چې د ملا محمد عمر په مشرۍ دې د طالبانو له تحريک څخه جلا او ځانګړی تنظيم دې جوړ کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

ډېر ښه کار وسو، الله دي دغه د قدر وړ او د لوی ملا صاحب رحمة الله علیه نژدې او وفادار ملګري ته د پر تېرو سوو کړاوونو اجرونه ورکړي، هر څوک چي د ده د کړولو موجب سوي دي الله دې خسير الدنيا والاخره کړي. او الله ته مو دعا ده چي د واقعي اتلانو، اسلامپالو او هيواد ژغورونکو طالبانو د صفوفو د لاټينګښت او يووالي او موفقيتونو لامل سي. زموږ ټولو افغانانو سترګي دغو اسلامي او ملي مبارزينو ته کږې دي او د برياليتوبونو دعاوي ورته کوو. الله دي داسي ورځ هم راولي چي د نبي عليه السلام… نور لوستل »

شهاب
میلمه
شهاب

د الله پاک شکر چې یو زمری د بې دینه او بې ایمانه او وحشی پنجابیانو له اسارته خلاص شو. افرین دده په صبر او استقامت.
د ډیسی جنرالانو حذف کیدل او د اصلی مومن او افغان جنرال صحنې ته راوتل به انشاءالله د یرغلګرو او د هغوۍ په غلامانو نوی تبه راولې.

امید
میلمه
امید

ډیر د شکر څاي ده چې رښتېنی افغان، مجاهد او مبارز ملا برادر د منافقینو د زندان څخه آزاد شو. په رښتیا چې ښاغلی ملا برادر دقدر وړ شخصیت ده او زه شخصآ ورته خاص ارادت او احترام لرم. ددوی صبر، حوصله او استقامت بینظیر او دی سپېڅلی اوملي شخصیت ته د لوئ او بخښونکې خدای ج څخه دکړاوونو اومجاهدت اجر او داوږد عمر غوښتنه کوو