افغانستان

طالبان: په طالب مشرانو بنديزونه لګول نمايشي او بې اثره دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲لړم، ۱۳۹۷ل): طالبانو د امريکا او عربي هيوادونو هغه اقدام غندلی چې له مخې يې په څو تنوطالب مشرانو اقتصادي بنديزونه لګول شوی دی.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې دغه طالب مشران له امريکا سره کومه اقتصادي معامله نه لري او دغه بنديزونه یې نمايشي او بې اثره بللي دي.

په خبر پاڼه کې راغلي دي چې امريکا نه غواړي چې د افغانستان قضيه د خبرو، تفاهم او تعقل له لارې حل شي، مګر په زور او فشار ټينګار کوي او زياتوي چې تير ۱۷ کالونو زور ازموينې وښوده چې نتيجه يې صفر وه.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې امريکا بايد له بې ځايه تبليغاتو ډډه وکړي، واقعيتونه درک کړي او له پاروونکو ګامونو څخه ډډه وکړي.

دغه بنديزونه چې له امريکا سره يو ځای عربي هيوادونو هم بدرګه کړي، طالبانو يادو عربي هيوادونو ته په اشارې ويلي دي چې هغوی ته نه ښايي چې د امريکا په اشاره په اسلامي هيوادونو او مسلمانو شخصيتونو بنديزونه ولګوي.

خبر پاڼه زياتوي چې:

افغانستان یو آزاد او خپلواک هیواد دی، خلک يې هم په خپلواکۍ او آزادۍ مین دي، د خپلې آزادۍ او حقوقو د ترلاسه کولو لپار مشروع مبارزه کوي او امریکايان به دې ته مجبوره کوي چې زموږ په هیواد کې حقائق ومني او نور خپلې ناروا جګړې، بندیزونو او ظالمانه کړنو ته خاتمه ورکړي.

د حل یواځنۍ لاره په تفاهم، تعقل او حقائقو منلو کې ده، که امریکایان ماسوا له دې په نورو لارو فکر کوي د راتلونکو بدو عواقبو مسئولیت به يې پرخپله غاړه وي

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په ځينو طالب مشرانو د امريکا له لوري بندیزونه لګول شوي دي او نومونه يې په تورليست کې شامل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x