د هند او ویسټ انډیز ترمنځ سیالۍ له زړه بوږنووکي حالته وروسته مساوي شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۷ل): د هندوستان او ویسټ انډیز ملي لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ سیالۍ له سختې او په زړه پورې لوبې ورسته مساوي پای ته ورسېده.

په دغه سیالۍ کې له یوې خوا ویرات کوهلي د چټکو ۱۰ زره منډو جوړولو ریکارډ پخپل نوم کړ، او له بلې خوا یې په زړه پورې لوبه نندراې ته وړاندې کړه چې ۱۵۷ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې.

د ویرات کوهلي پر سترو خواریو د ویسټ انډیز لوبډلې تکړه توپوهونکي شاي هوپ اوبه اړولې وې خو په وروستي اورونو کې د ویسټ انډیز لخوا په هدف پوره کولو کې له سوکه توپوهنې سره په وروستي اور او وروستي توپ په څلوریزې وهلو لوبه مساوي شوه.

لومړی توپوهنه د هند لوبډلې وکړه، چې ویسټ انډیز لوبډلې ته یې د ۳۲۲ منډو ستر هدف وټاکه، ددوی لخوا ویرات کوهلي مسوولانه لوبه وکړه، ورسره امیتاب رایډو هم غوره ملګرتیا وکړه، خو کوهلي تر پایه ونه سوځېد او ۱۵۷ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې.

په ځواب کې د ویسټ انډیز لوبډلې په زړه پوره توپوهنه ترسره کړه، چې له یوې خوا شیمرن هیټمیار د ۷ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته په ۶۴ توپونو چټکې ۹۴ منډې جوړې کړې، او له بلې خوا شای هوپ ۱۲۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې خو د سخت حالت نه وروسته لوبه مساوي شوه، چې په مرسته یې هند لوبډله له جیل څخه راووته او ویسټ انډیز په بریا ترلاسه کولو ناکامه شو.

ویسټ انډیز لوبډلې ته په لومړي لس اورونو کې د ۶۴ منډو اړتیا وه، خو په وروستي اور کې ورته د ۱۴ منډو اړتیا پاتې شوه، چې په وروستي توپ د ۵ منډو اړتیا پرمهال شای هوپ څلوریزه ووهله او د زړه بوږنونکې حالت وروسته لوبه مساوي شوه.

یاده دې چې ویرات کوهلي په ننۍ لوبه کې خپله ۳۷مه سلیزه او له ۱۰ زرو زیاتې منډې جوړې کړې، نوموړي په کمو سیالیو کې د سچن ټنډولکر دغه ریکارډ مات کړ، همدا ډول ویرات کوهلي له ټنډولکر وروسته په یو ورځنیو سیالیو کې دویم زیاتې سلیزې وهونکی لوبغاړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د