شعـــــرونه

د ننګرهار غميزې ته!

حلميار فطرت

راځه راځه راسره اوښکي تویوه ملنګه !
راځه انکړته جنازه حسابوه مـــــــلــنګه!

دروازه نه لرو راځه په غلي غلي قدم!
په لړزیدلي غږسکوت مه ماتوه ملنګه!

راشه چې نن دامن ساتوامن هم وګوري!
راشه دروښیم ددوي یوه تحفه مـــلــــنـګه!

راشه دوریت- وریت ماشومانوتبسم وګوره!
راشه کرار یي دمر ګ خوب نه پاسوه ملنګه!

وایه؟ شي کورڅنګه بدل په هدیره ملنګه!
څوک ږدي د ژوند داستان ته داسي خاتمه ملنګه!

یاخو مو ژوند شو دچاه سرته صدقه ملنګه!
اویامو مرګ شو دباچاه په اجازه ملنګه!

حلميار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x