ټرمپ: سعودي زمونږ سره د اسرائیل په اړه ډېره مرسته کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۷ل): درې اونۍ وروسته د سعودي ژورنالیست جمال خاشقجي د وژنې خبرونه لا هم په امریکا کې تاوده دي او هره ورځ يې په اړه د ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو بیلا بیل نظرونه را څرګندیږي.

د امریکې ولسمشر ټرمپ چې له پيله یې تر اوسه د سعودي په اړه ضد او نقیض څرګندونې کړي دي، په خپلې وروستۍ وینا کې وویل سعودي د امریکا ډېرښه ستراتیژيک ایتلافي هیواد دی چې د اسرائیل په اړه یې د امریکا سره ډېره مرسته کړې ده، او په ډیرو شیانو کې يې مالي ملاتړ کړی دی.

ټرمپ د خپلو خبرو وضاحت ونه کړ چې سعودي د اسرائیل په برخه کې د امریکا سره څرنګه کومک کړی او په دغه برخه کې يې د څه شي مالي ملاتړ کړی دی. خو امریکا په دې وروستیو کې خپل سفارت د تل ابیب څخه قدس شریف ته انتقال کړ چې پر وړاندي يې ټولې اسلامي نړۍ کلک غبرګون وښود خو سعودي یې په اړه خاص غبرګون ونه ښود، حتی د اسلامي هیوادونو په هغه کانفرانس کې چې په ترکیه کې جوړ شوی وو، او د اسلامي نړۍ د هیوادونو مشرانو په کښي ګډون وکړ، سعودي او ملاتړو هیوادونو یې خپل د بهرنیو چارو وزیر په کچه هم ګډون نه په کښی وکړ.

په ورته وخت کې د اسرائیل لومړی وزیر نتنیاهو له هغه راهیسي چې محمد بن سلمان په سعودي کې واکمن شوی، له نوم یادونې پرته هر وخت په مرکو کې وايي چې په عربي هیوادونو کې يې په ځانګړي ډول د خلیجي هیوادونو سره اړیکې ډیرې ښې شوي دي خو په نامه یې تصریح ځکه نه کوي چې پر دغو هیوادونو باندي ولسي فشار زیات نه شي.

د یادونې وړ ده چې د روانې اکتوبر میاشتې پر دوهمه نیټه د سعودي اوسني حکومت متنقد ژورنالیست جمال خاشقجي په ترکیه کې د خپلو اوراقو د جوړولو لپاره کونسلګرۍ ته ورغلی و خو هلته ورته ۱۵ کسیزه ډله تیاره ناسته وه چې د سعودي څخه په دوه جلا الوتکو کې راغلې وه، او نوموړی یې تر وژلو وروسته ورک کړ. ځیني راپورونه وايي چې د هغه جسد یې ټوټې کړی او له کونسلګرۍ څخه ایستلی دی.
په دغه پيښه کې ډیره ګوته ولي عهد محمد بن سلمان ته نیول کیږي، ځکه چې له هیواده بهر په دومره لوړه کچه عملیات د نوموړي له اجازې پرته ناممکن دي، خو د سعودي دا ټول تورونه ردوي او وايي چې په پيښه کې ښکېل ۱۸ کسانو سره یې تحقیقات پيل کړي دي چې په هغو کې يې ځیني د محمد بن سلمان تر ټولو نیژدې سلاکاران، ساتونکي او جګپوړي چارواکي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د