عمران خان: پاکستان به د یمن په جګړه کې منځګړیتوب کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل چې د یمن په جګړه کې به یې هیواد د منځګړیتوب لپاره کار کوي.

نوموړی چې سعودي ته تللی وو او له هغه ځایه یې د شپږو ملیاردونو قرض تر لاسه کړ، پاکستان ته د را ګرځېدو وروسته وویل چې پاکستان اوس په داسي یوه وضعیت کې دی چې کولای شي د یمن په جګړه کې منځګړېتوب وکړي او ددغې جګړې په پای ته رسیدو کې مرسته وکړي.

عمران خان چې ولس ته یې وینا کول، په خپلو خبرو کې وویل چې پاکستان به خپل د رول څخه په استفادې د ټولو اسلامي هیوادونو د متحد کولو لپاره هڅه وکړي.

باید وویل شي چې په ۲۰۱۵ کې وروسته تر هغه چې شیعه حوثي ملیشې د یمن پلازمینه صنعا باندي واکمن شول، سعودي د یو شمیر عربي هیوادونو په ملتیا پر یمن برید وکړ او وې ویل چې په ډېره لنډه موده کې به دغه جګړه وګټي، حوثیان به د پلازمینې څخه وشړي او پر ځای به یې پخوانی حکومت بیرته واکمن کړي، خو اوس چې کلونه تیریږي، لا دغه جګړه روانه ده، او حوثیان پر پلازمینه واکمن دي.

په دغه جګړه کې د ګډون لپاره د سعودي حکومت د پاکستان څخه هم کومک غوښتی وو چې د هغه وخت لومړي وزیر نوازشریف او حکومت یې ونه توانید چې د پارلمان څخه په جګړه کې د ګډون اجازه تر لاسه کړي خو تاکید یې وکړ چې د سعودي د سرحدونو څخه به دفاع کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د