عثماني دولت څنګه ونړید؟

لیکوال: عبدالصمد شاکر

دا د ستر څښتن عادت دی، چې کله دولتونو ته خوځښت ورکوي او کله یې غورځوي او نړوي یې، دغه حقیقت پخپله ده جل جلاله په یوه ایت مبارکه بیان کړی دی فرمایې: وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ. دا د زمانې خوږې ترخې دي، چې موږ یې د خلكو تر منځ اړوو را اړوو.

تاریخ د ډیری دولتونو د نسکوریدا شاهد دی، یوناني دولت، د انګلستان او فرانسې دولتونه، چې په لومړیو کې یې زیاتې امپراتورۍ وکړلې؛ خو وروسته د هغو اسبابو په له منځه تللو سره، چې په بنسټ یې یاد دولتونه را منځته ته کړای شوي وو دوی هم ونړیدل.

عثماني دولت هم د دغه دولتونو په څیر یو له هغه ډول دولتونو څخه وه، چې په تر زیات وخته یې ډیر پراخ واک درلود، تر دې چې د خپل واک واګو یې اروپا، افریقا او اسیا هم را لاندې کړې وې او په ډیرو عربي، غربي او اسلامي هیوادونو یې راج چلیده؛ خو بالاخره د هغه اسبابو په نړیدلو، چې دی پرې رامنځته شوی وو دغه دولت هم ونړید.

عثماني دولت نږدې شپږ سوه کاله دوام وکړ، چې د بنسټ ډبره یې لومړی عثمان په کال ۱۲۹۹ کې کیښودله.

دغه مظبوط دولت له اوږدې امپراتورۍ وروسته ورو ـ ورو مخ پر زوړ روان شو، نهضتونه زیات شول او داخلي فتنو سرونه را پورته کړل؛ البته د دولت په سطحه کارونه د سلیمان القانوني په دوره کې د چټکتیا په لور روان شول او یاد پاچا غربیانو په “ستر انسان” سره ونوماوه.

همدا ډول په عثماني پاچاهانو کې محمد الفاتح هم یو له نومیالیو پاچاهانو وو، هغه د قسطنطنیه ښار په فتحه کولو کې بریالی شو او له فتحه کولو وروسته یې دغه ښار په “اسلامبول” سره ونوماوه يعنې د اسلام ښار.

له دې وروسته عثماني دولت هغه رنګ خپل کړ، چې یو دولت یې د ړنګيدو په وروستیو شیبو کې خپلوي، دا وخت د سلطان عبدالحميد دور وو، هغه سلطان عبدالحمید، چې ترکیان یې په “ناروغ” سړي سره یادوي.

څه وخت وروسته په ټولنه کې د ټوټه ـ ټوټه کیدلو نښې نښانې څرګندې شوې او د “ترکي ځوانانو ګوند” په نوم نوی ګوند اعلان شو، چې یوازې به یې خلک قومیت او ترکیه پالنې ته بلل او په دې سره یې د دوی له ذهنونو څخه د نړیوال دولت فکر محو کړ.

له دې وروسته بیا سياسيون او ګوندونه سره یو ځای شول او د “يوالي او پرمختګ” په نوم یې د نوي ګوند جوړ او رسما یې اعلان کړ، چې په همدغه وخت کې د “مصطفی کمال اتاترک” په نوم یو سړی را برسیره شو.

مصطفی کمال اتاترک، چې لا له مخکې څخه سپوټ شوی وو په دې بانا، چې ګواکې د ترکيې له زمکې څخه دفاع کوي د دغه نړیوال دولت لمن یې د ترکیې تر پولو راټوله کړه.

اتاترک سربیره پر دې له مخالفینو سره د هغه سیمو په بیرته سپارلو هم تړونونه لاسلیک کړل، چې د عثماني دولت په وخت کې له دوی څخه نیول شوې وې.

مصطفی کمال اتاترک پر یادو کړنو بسنه ونه کړه؛ بلکې د یوه رسمي اعلان په ترس کې یې عثماني دولت ترکي حکومت ونوماوه او په دې سره یې دغه لوی، ستر، نړیوال، اسلامي دولت ته په کال ۱۹۲۴ کې رسماً د پای ټکی کيښود.

تاریخ ته په کتو سره موږ ته دا څرګندیږي، چې د عثماني دولت د ړنګیدلو اصلي سبب له اسلامي منهجه د یاد دولت د مشرانو مخ اړول او په خپلو مسئوليتونو کې نغیړې کول وو، چې همدغه دوه ټکي د غربیانو اصلي غوښتنه وه/ ده او له ډیره وخته یې پرې کار هم کړی وه/ کوي، چې په پایله کې خپلو موخو ته ورسیدل او کمیاب شول.

د اسلامي امت د لویدلي برم د بیا لوړتیا په هیله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حاجی اتانچی
میلمه
حاجی اتانچی

شاکر صاحب،سلامونه.د ستا لیکنه می ولوسته. عثمانی دولت په چپه کیدو که چیری سل کتابونه هم ولیکل شی زما په فکر کم به وی.عثمانی دولت اتا ترک نه بلکه ،فرانسویانو او انګریزانو چپه کړ،اتاترک د انګریزانو سره داسی جهاد وکړ،چه د انګلیس د وخت صدراعظم په پارالمان په ډاګه سره وویل چه،زموږجنګ د الله ج له لښکر سره وه،نو موږ ځکه ماته وخوړه،اتا ترک ترکیه ته نجات ورکړ،که چیری اتا ترک نه وای اوسنی ترکیه به نه وه،استانبول نوم به رومیانو ،انګلیسیانو او فرانسویانو بیرته په قسطنطنیه په نوم اړولی وه،پخوانی قسطنطنینه اوسنی استانبول،عثمانیانو د سلطان محمد بن مراد په… نور لوستل »