افغانستان

ټاکنو کمیسیون وايي د ټاکنو پایلې به وځنډېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون له اعلان کړې مودې په شا شوی او وايي د ټاکنو پایلې به وځنډېږي.

د دې کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وړمه ورځ (سه‌شنبه،۱لړم) خبري غونډې ته وویل، چې د ټاکنو لومړۍ پایلې به د روانې میاشتې په ۱۵مه اعلان شي.

تازه د ټاکنو خپلوا کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي، ښايي د ټاکنو پایلې د دې میاشتې پر ۱۹مه نه اعلانېږي او ښايي تر هغه هم وروسته وځنډېږي.

هاشمي له ازادي راډيو سره خبرو کې دعوه کړې چې سیستم نوی و، دوی به ژر ونه توانېږي چې وروستۍ پایلې په ډاګه کړي.

د ټاکنیز قانون له مخې لومړۍ پایلې باید د لړم په ۱۹مه او وروستۍ يې د لېندۍ په ۲۹مه اعلان شي.

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې، چې د ټاکنو کمیسیون د دعوې له مخې ورته اته نیم میلیونه کسانو نوم‌لیکنه کړې وه، خو د دریو میلیونو شاوخوا کسانو رايې کارولې دي.

سیاسي ګوندونه او د ټاکنیزې پروسې څارونکي دغه ټاکنې له درغلیو، ستونزو او فساده ډکې بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x