افغانستان

ناټو: د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې ارزښتمنې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳لړم، ۱۳۹۷ل): ناټو وايي سره له دې چې دوی د سولې په برخه کې مستقیمه مداخله نه کوي، خو د طالبانو او امریکا متحده ایالاتونو مخامخ خبرې ارزښتمنې ګڼي.

د دې سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي که څه هم د دوی ماموریت د جګړې لپاره د افغان عسکرو روزنه، تمویل او مشوره ورکول دي، خو په وینا يې له سیاسي اړخه د دې خبرو اترو ملاتړ کوي.

سټولنټبرګ سره له دې چې پر طالبانو يې غږ کړی چې ګواکې د جګړې له لارې دوی نه ماتېږي، خو وايي، د امریکا او طالبانو مخامخ خبرې ډېرې ارزښتمنې دي.

هغه وايي دی باوري دی چې دغه خبرې د افغان حکومت په همکارۍ ترسره شوې دي، که څه هم نیویارک ټایمز راپور ورکړ، چې زلمي خلیلزاد اشرف غني ته د قطر د ناستې هیڅ نه دي ویلی.

امریکا د افغان سولې لپاره زلمی خلیلزاد ځانګړی استازی ټاکلی، چې دوه اوونۍ مخکې يې په قطر کې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او افغان حکومت ته يې کوم جزییات نه دي ورکړي.

دا دویم ځل دی چې دوه لوړپوړي امریکايي چارواکي له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي، افغان حکومت اندېښمن دی چې په دې خبرو کې حاشيې ته ټیل وهل شوی دی.

طالبان ټینګار کوي چې ځينې مسائل د افغان حکومت تر وس وتلي دي، چې باید له امریکا سره مخامخ مطرح شي، ځکه امریکا له افغان ولس سره د جګړې اصلي اړخ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x