دفاع وزارت؛ ملي اردو کې د جنسي ځورونې د مخنیوي پالیسي ترتیب کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳لړم، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت وايي د ملي اردو په لیکو کې يې د جنسي ځورونې د مخنیوي په موخه پالیسي ترتیب کړې ده.

دفاع وزارت وايي، د دې پالیسې له تطبیق سره به د ملي اردو په لیکو کې ښځينه عسکرې د خوندیتوب احساس وکړي.

سره له دې چې وزارت د دې عمل د مخنیوي لپاره ځانګړې پالیسې جوړونې ته اړ شو، خو د دې تر څنګ د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید دعوه کوي چې جنسي ځورونې صفر ده، خو ويې ونه ویل چې دې پالیسې ته نو اړتیا څه ده؟

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې بېرته ومنله، چې د دې پالیسې له لارې پر ښځينه عسکرو غږ کوي چې تاسې خوندي یاست او په وینا يې له دې سره به د ښځینه‌و د جذب لړۍ هم چټکه شي.

د حکومت یوازې نظامي برخه کې نه؛ بلکې په ګڼو نظامي او ملکي ادارو کې هم د جنسي ځورونې سلګونه شکایتونه شوي دي.

Askar-amirecan-s

یوه افغان عسکره، له خپل بهرني روزونکي سره د روزنې پر مهال

په همدې اړه تېر کال اجراییه رییس د ښځو نړیواله ورځ کې ومنله، چې په ادارو کې يې ښځې له جنسي ځورونې سره مخ دي.

دفاع وزارت په داسې حال کې له ښځينه عسکرو د نارینه عسکرو د جلو را نیولو پالیسې جوړوي، چې سیګار په دې لیکو کې د بچه بازۍ په اړه هم بشپړ راپور ورکړی و.

دې سرچینې پر امریکا غږ کړی و، چې له افغان عسکرو سره د دوی مرسته کېدونکې پیسې هغوی پر بچه‌بازۍ مصرفوي.

په نظامي لیکو کې د ښځينه‌و کار د افغان عرف مخالف بلل کېږي او په ټول هېواد کې د څو محدودو سیمو کورنۍ دې مجبوریت ته د کلتوري پېغورنو تر څنګ اوږه ورکړې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

له دي عکس څخه داسي برداشت کولای شو چي ګوندي خوله په خوله مصنوعي تنفس ورکوي،دا خو د لمړې مرستو لمړي درسونه دي چي د هري يوي بايد زده وي. د ښځو او نارينو تشنابونه ئي هم ګډ دي،نو فکر وکړي يو عسکر او يا يو افسر چي په مياشتو له کوره ليري وي او داسي مفت کلزي مالونه ورته ملاو شي،او پدی هم پوه وي چي بازخواست ئي نکيږي،او دئ هم همدغو حراميانو روزلۍ او آموخته کړئ وي نو بيا ؟ د همدغوحراميانو اود شوروي د حراميانو د راتګ نه مخکي هم هيڅ غيرتې او با وجدانه افغان دا… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ښځی د کور کوی کار نارینه نور کوی کار دا که څه هم یوه پشتو اصطلاح یا شعر دی مګر اسلامی بڼه لری ښځی او نارینه سره د دی چه دواړه انسانان او ډیر ګډ مخرجونه لری مګر ځینی مخرحونه یی سره شریک نه دی لکه د ښځی فطرت د اولاد جوړونی، زیږونی او لویونی د پاره مناسبت لری ، د ماشوم جوړونی د پاره باید ورسره نارینه یوځای شی د نارینه د جذب د باره یی ښځی ته د ښکلا ، ښه بوی او ناز ونزاکت ورکړی، د همدی جذب د کنترول او اداری د پاره چه د ګډوډیو… نور لوستل »