افغانستان

طالبانو د رایه ورکوونکي د ګوتې پریکون ادعا رد کړه

نن ټکی اسیا(پنجشنبه،۳ لړم، ۱۳۹۷): وروسته له هغه چې تیره ورځ په هلمند ولایت کې یو تن ادعا وکړه چې طالبانو یې د رایې ورکولو په تور ګوته پرې کړې، طالبانو دغه ادعا رد کړه.

د حفیظ الله په نامه دغه کس تیره ورځ رسنیو ته ویلي وو چې په هلمند ولایت کې یې رایه کارولې وه او ګوته یې توره کړې وه چې له هغې وروسته کندهار ولایت ته په لاره و چې طالبانو ونیو او ګوته یې ترې پرې کړه.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د نوموړي ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي چې د هغه کس ادعا چې په انتخاباتو کې د ګډون له امله ګواکې طالبانو ترې ګوته غوڅه کړې ده، کوم حقیقت نلري او موږ یې په کلکه ردوو او وایو چي دا کار مجاهدینو ندی کړی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د ټاکنو په پروسه کې په نه ګډون په ولس غږ کړی و تر څو په ټاکنو کې برخه وانخلي او دا ټاکنې یې جعلي او پروژه یي بللې وې او ټاکنو په ورځ یې په ټاکنیزو هدفونو ګڼ بریدونه وکړل او د ټاکنو کارمندان یې مړه او ټپیان کړل خو د نوموړي تن د ګوتې پرې کولو ادعا یې رد کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غلام حضرت

زه د انتخاباتو د مشروعیت او نه مشروعیت په هکله څه نه وایم خو د یوسف احمدی د ادعا په باره کی باید وویل شی:
آیا د انتخاباتو په ورځ د لسګونو بې ګناه وطنوالو بې رحمانه وژنی ادعا هم د ردولو وړ ده؟
هره پرې کړې ګوته به د ظالمانو د ظلم په وړاندی بیا هم د شهادت ورکولو توان ولری.
زه نه پوهېږم چه طالب په کوم کتاب کی د ژوندی انسان د غړو د غوڅېدو جواز لوستی دی.
حتی د محاربوی دښمن د غړو غوڅېده جواز نلری خپل ورور او وطندار خو پرېږده.

Karwan

غلام حضرته د غلامي څخه لاس واخله. ګوره فکر دکار نه کوي، دمثال په ډول که تاسو ته ځوک اعلان وکړي چه دي ځاي ته مه ورځه، خطر درته پيښيږي. نو تاسو بيا ځه کوي ، چه داسي ځاي ته ورځي. وطن مو اشغال دي، کوم مسخره انتخابات. ضرورت د طالبانو او بل چا اعلان ته نه وه. ايا خپله ولس بيده دي او شعوري فکر نشي کولي، چه انتخاباتو ته ئي منډي وروهلي او ځانونه ئي د خطر سره مخامخ کړل. هغه هم ددي لپاره چه يو خائين د پارلامان څخه لري کړي او بل خائين امريکاي غلام ئي… نور لوستل »

حاجی ملا تراکتور

حضرت صاحب سلامونه ،د افغان ګوته ،سر،پښی هر څه پریکول د ای ایس ایی په کتاب په لومړی مخ او په لومړی ماده کی روا دی،نو د دنیا په هیڅ قانون کی نشه

حاجی ملا تراکتور

زه ملا یم او تراکتور هم چلوم،خلک می تراکتور ملا بولی.ښه صفا ملا یم،صفا خبری کوم ،د منطقی خلک همیشه له ما څخه د ډیرو مسایلو پوښتنه کوی ،که چیری یی ځواب وییلی شم ،ځواب ورکوم ،کنه وخت ورڅخه غواړم تر څو ځواب ورته پیدا کړم.اوس یو داسی مسله کلی مخته راته اچولی ده، چه نه یی زما سره او نه یی له زما ملګرو سره ځواب نشته،مسله دا چه انتخباتو کی ګډون .مرګ او د بدن غړی یی روا دی کنه؟له ټولو ملا صاحبانو څخه هیله ده چه یو ځواب را وګوری،او دکلییوالو څخه خلاص کړی.کنه کلیوال می له… نور لوستل »

خواجه شمس

محترم حاجی ملاصاحب تراکتور،اسلام علیکم ،د ستاسو د پوښتنی ځواب کی زه باید ووایم ،قتل کول.د انسان د بدن غړی پریکول،حتی که یهود وی،که عیسوی او که هندو وی ،په خپل سر پریکول .(بی له اجازی د حاکیم او قاضی)قطعا حرام دی،اوپه اسلام کی دا تیری بلل کیدای شی،په هغه دنیا کی به تیری کونکی ته الله ج سزا ورکوی،د ستا کلیوالو ته هم زما سلامونه،خپل تراکتور چلوه خپلو بچیانو ته حلاله رزق ګټه،دا ستا د بری لاره ده،د فتنه وخت دی خلک په منبر باندی نیکو کارونو ته دعوت کاوه،زه په سیاست کی لاس نه وهم،ته هم له سیاسی… نور لوستل »

خالد

تراکتور غلام صاحب ، تاسی به د اشغالګرو تراکتور یاست سمه وایاست چه د خپلو ناروا ګټو د پاره مو پرله پسی کاروی مګر ملا نه یاست اشغلګر هر ډول بیباکان لری مګر طالب او ملا نه لری نه یواّځی نه یی لری بلکه د محوه او مهارولو د پاره یی شپه اوورځ په ځان یوه کړی. د تراکتور سره مو د توهین د پاره د ملا نوم یو ځآی کړی چه اسلام او مسلمانان توهین کړی زه وایم د تراکتور سره ترمپ ولیکه زیب ورسره لری ملا مه ورسره لیکه. ستا پوښتنه : د انتخاباتو په ګډون د خلکو… نور لوستل »

جميل

مثله کول په اسلام کي حرام او ناروا دي.
هغه طالبان چي پر خپل دين سر او مال قربانوي،څنګه کولای شي چي ګوته پريکړي،هغويته تردی غټ غټ خنزيران پلاس ورغلي خو له يوه ئي هم څه ندي پريکړي.
سربيره پردي چي طالبانو وهم ويل چي دا زمونږ کار ندی،خو بياهم منکرين وائي چي طالبانو ولي دا کارکړی،د دوی مثال هغوته ورته دئ چي ورته و وائي چي لکۍ دي پيشو يووړه،دئ په پيشو پسي ځغلي مخکي لدي چي خپلې لکۍ ته لاس کړی.

حاجی ملا تراکتور

جمیل صاحب،لمر په دوه ګوتو نه پتیږی، له ګوته څخه هم ور تیر .بلکه داسی بریدونه یی په انتخباتو ،په رایه ورکولو،نومونو لیکول باندی وکړل ،چه د تیر وخت ظلمونو په تیښته ولاړ،لکه ته چه په تیښته (لندن)ته د پناه وروړه،همدا یو ساعت مخکی د سوسیال په پیسو یو زبردست لونچ د وخوړ،زما نه څه خبر چه ګوتی می پری کیږی اوکه سر.

خالد

تراکتور غلام صاحب ، تاسی به د اشغالګرو تراکتور یاست سمه وایاست چه د خپلو ناروا ګټو د پاره مو پرله پسی کاروی مګر ملا نه یاست اشغلګر هر ډول بیباکان لری مګر طالب او ملا نه لری نه یواّځی نه یی لری بلکه د محوه او مهارولو د پاره یی شپه اوورځ په ځان یوه کړی. د تراکتور سره مو د توهین د پاره د ملا نوم یو ځآی کړی چه اسلام او مسلمانان توهین کړی زه وایم د تراکتور سره ترمپ ولیکه زیب ورسره لری ملا مه ورسره لیکه. ستا پوښتنه : د انتخاباتو په ګډون د خلکو… نور لوستل »

غلام حضرت

کاروانه وروره! بل چا ته د غلامی د خطاب څخه لاس واخله! اولاً زه د چا غلام نه یم ثانیاً که د انګریزی پاکستان غلام وای نو به دی غلام نه بللای ثالثاً زما اعتراض د وطنوالو پر بېرحمانه وژنه او ګوتو پرې کېدو پخاطر دی نه د انتخاباتو پر مشروعیت او نه مشروعیت د ملاتړ یا نه ملاتړ پخاطر. او رابعاً: که یو چوپان داتشخیص!!! وکی چه مثلاً د فلانی ډنډ اوبه مسمومی دی نو د ګلې پسونه هغې خواته د ورتګ څخه نه منع کوی او نه ئې منع کولای شی نو باید تر هر څه مخکی هغه… نور لوستل »

Karwan

غلام حضرت وروره، تاسو نه غواړي چه په خبره ځان پوه کړي. زه واضح وايم، چه پاکستان دانګريزانو او امريکا يو غلام دي، امادتاسو دکابل غلام او دعام ولس وژونکي دولت خو بيا دهمدي پاکستان سره استخباراتي يوځاي کارکوي او هم مو دهغه دبادار امريکا سره دوطن داشغال پروتوکول او قراردادونه په ډيره سپنسترګي امضأ کړل او اوس نو په ډير خرپ ولس وژنه شروع ده. همدغه صفحه وګوري، چه د خروار دولسوالي په خلکو څه تيريږي! ددغوټولو ظلمونو مسوليت د کابل دمرداري اداري په غاړه دي. زه نه دکابل اداره منم او نه هم پاکستان، امريکا او انګريز. زه… نور لوستل »

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx