ټولنیزه برخه

یو سړی د چراغ سره

ژباړه: فضل ربانی قاضی زی

یوه ورځ، په یوه کلي کې یو سړي له ځان سره یواځې ژوند کاوه چې په سترګو یې نه لیدل. هغه ړوند و. سره له دې، د شپې چې کله بیرون وتلو نو له ځان سره به یې چراغ ګرځاوه.

یوه شپه وروسته له دې چې د ماښام ډوډۍ یې بیرون وخوړله د کور خواته را روان و، هغه د ځوانو مسافرینو له ډلې سره راغی. هغوي ولیدل چې سړی ړوند دی، بیا هم له ځان سره چٍراغ ګرځوي. ځوانانو ملنډې پرې شروع کړې، په یو په بل به یې ټیل وهلو او مضمون یې ترینه جوړ کړ. یوه یې ورنه وپوښتل: هې سړیه! ته ړوند یې او څه لیدلی نه شې! نو بیا ولې له ځان سره چراغ ګرځوې؟!

ړانده سړي ځواب کې وویل: هو، له بده مرغه، زه ړوند یم او څه نه شم لیدلی خو دا چې چراغ له ځانه سره ګرځوم تاسو ته ورته خلکو لپاره، څوک چې لیدلی شي. ښایي تاسو نشئ لیدلی چې یو ړوند سړی را روان دی او ټیله به مې کړئ. له همدې کبله زه له ځان سره یو روښانه چراغ ګرځوم.

د مسافرو ډله خجالت شوه او د خپل چلند نه یې بښنه وغوښته.

پند : موږ باید د پریکړو کولو نه مخکې فکر وکړو. تل باید مودبه اوسو او د نورو د لید لوري نه لیدل زده کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x