نظــر

آخر تر کومه !؟

لیکنه: اسلام الدين (حقاني)

په تيرو څو ورځو کې مونږ او تاسو شاهد وو چې د ولسي جرګې ټاکنې پای ته ورسیدې خو داسې له درغلیو ډکې ټاکنې به مو هيڅ کله نه وی تر سترګو شوی! حیران دي ته یم چې ولس بیا هم د داسې ټاکنو ملاتړ کوي ښه يې په سترګو ولیدل چې څه پکی ونشول! د دوی په رأیو څومره ملنډې ووهل شوې، څومره ککرې مو د ټاکنو قرباني شوې او څومره مو هم ټپيان؟

پايلي به يې هم وګورو خو ددې ولس دا خاموشي به ماته نشي، نه پوهیږم چې آخر څه ته منتظر دي د کوم چا غږ ته؟ او که نه غواړي چې څه ووايي؟ ولې يې نه وايي آخر تر کومه به سیل او تماشه کوی! داسې څوک به هم پيدا شي چې خپل غږ اوچت کړي!

د زړه درد به تاسو ته پدې طنزکې وړاندې کړم: پخوا زمانه کې يو پاچا وو د هوښيارتیا، ځيرتیا په درلودلو سره ډير د نیک اخلاقو څښتن وو هميش د خپل ولس او هېواد د پرمختګ په فکر کې وو. يوه ورځ ئې خپل وزيران راوغوښتل چې زمونږ ولس کې څه نشته په دوی باندېحساب مه کوئ، دا هغه خلک دي چې خپل حق نشي غوښتلای څه چې وغواړو پدې يې منلای شو.

وزيرانو ئې ورته وويل: چې پاچا صيب همدې ولس تاسو دې مقام ته ورسولۍ ډير خلک ول په ټولو کې يي تاسو ددې پاچاهي وړ وګڼلۍاو تاسو ئې انتخاب کړي اوس ئې تاسو بد واياست!

پاچا ورته وويل: چې زه د خپلې تجربې له مخې درته وايم که يي نه منئ، ازميښت پرې وکړئ وزيرانو ورسره ومنله چې باید ازميښت شي. له سلا مشورو وروسته پاچا ورته وويل: ورشئ پدې ولس د يوې ورځې لپاره اوبه بندې کړئ که چيرې بغاوت يې وکړ او د خپل حق غوښتنه يې وکړه نو پوهه شئ چې پدې ولس کې څه شته او که خاموشه پاتې شول نو بيا همغه زما خبره ده، ټولو ورسره ومنله د يوې ورځې لپاره اوبه بندې شوې خو هيچا د پاچا یا کوم دولتي چارواکي په مقابل کې غږ پورته نکړ.

پاچا خپل وزيران راوغوښتل چې ګورئ همغه زما خبره شوه هيچا د خپل حق غوښتنه ونه کړه، وزيرانو ورته حيلې او بهانې جوړولې چې داسې نده ولس دا فکر کوي چې څه مشکل به پيښ شوی وي د يوې ورځې اوبه خو دومره خبره نده.

دا چې وزیران ددې خبرې سره موافق نه ول نو پاچا بيا امر وکړ چې پدې ولس د دوو ورځو لپاره اوبه بندې کړئ، د پاچا امر پر ځای شو خو بيا هم چا غږ پورته نه کړ، په ترتيب سره درې، څلور تر اوونۍ پورې خبره ورسيده خو د ولس لخوا خاموشي وه.

پاچا ورته وويل چې ګورئ وزيرانو هماغه زما خبره شوه، وزيرانو ورته وويل: پاچا صيب خلکو ذخيرې جوړې کړی دي يوه اوونۍ دومره وخت ندی خلک خپل مشکل حل کولای شي، پاچا ورته وويل چې دا ځل داسی وکړئ چې د اوبو ټول نلونه بند کړئ له ښاره لرې يوه لویه ذخیره جوړه کړئ او هرې کورنۍته په يوه مياشت کې يو ځل اوبه ورکوئ، همداسی وشول خو د ولس غږ پورته نشو او نه ئې د خپل حق غوښتنه وکړه.

پاچا بیا وزیران را وغوښتل چې ګورئ همغه زما خبره شوی ولی يې نه منئ! وزیرانو ورته وويل پاچا سلامت ولس فکر کوي چې په دولت کې څه مؤقتی مشکل پيښ شوی مونږ به ورسره همکاري وکړو.

دا ځل پاچا وزیرانو ته ډير په قهر وويل: ښه! چې داسې ده نو دا ځل داسې وکړئ چې د اوبو پسې څوک راځي داسې سزا ورته وټاکئ چې دوی يې ونه مني د وزيرانو په مشوره يوه سخته سزا وټاکل شوه (داسی سزا چې زما قلم ئې دلته له يادولو عاجز دی) همداسې وشول هر څوک چې د اوبو پسې راځی د پاچا په امر د تعیین شوی تن لخوا ورته تعیین شوې (سزا) ورکول کیږي له هغه وروسته بیا اوبه ورکول کیږي، خو ولس لا همغسې خاموش دی هيڅ نه وايي چې ولې داسې کیږي!

له څه وخت تېریدو وروسته د ټول ولس په استازيتوب څو تنه پاچا ته په شکایت راغلل، پاچا د خدای جل جلاله شکر اداء کړ چې ولس بیدار او د خپل حق غوښتنې ته راغلي.

راغلي استازو وویل پاچا سلامت مونږ له تاسو ډير مشکور یو چې د دومره ستونزو سره مونږ ته مو د اوبو غم خوړلی خو يوه هیله لرو هغه دا چې د اوبو توزیع او سزا ورکولو لپاره مو یو تن ټاکلی که دا زیات شي نو مونږ ته به د اوبو وار زر راځي؟

پاچا خپل تندي ته ټک ورکړ چې دا خو همغه دي بدل شوي نه دي، د خپل حق غوښتنه هم نشي کولای! آخر وزيرانو پاچا ته وويل چې پاچا صيب تاسو بالکل صحیح فرمايل پدې ولس چې څه وغواړۍ تحمل کولای يې شو په دوئ کې داسې څوک نشته.

زمونږ د ولس هم همدا حال دی، څه دي چې پرې نه تیریږي؟!!! ظلم، بې عدالتي کوم کار دی چې دلته نه وي شوي په هر ډول چې يې وغواړي پدې ولس يې تحمل کولای شي ځکه څوک نشته چې له دوي پوښتنه وکړي چې دا ولي؟

آخر ته کومه به افغان دردیدلی ولس کړیږي؟ تر کومه به وژل کيږي. تر کومه به د دوی په حق (رأیو) ملنډي وهل کیږي.

خو داسې څوک به پيدا شي؟؟؟ د هغې ورځې په هيله چې هېواد مو داسې څوک ولري.

د يو سمسور او باثباته افغانستان په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x