افغانستان

روسيه: د مسکو ناسته به راتلونکې پنجشنبه وشي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳لړم، ۱۳۹۷ل): روسيه وايي مسکو کې د افغان سولې اړوند ناسته به راتلونکې پنجشنبه وشي.

خبرنامه، خبري بنسټ د روسي ورځپاڼې «ایزویستیا» په حواله وايي چې د بهرنیو چارو وزارت ورته د پورته څرګندونو پخلی کړی.

سرچینه زیاتوي په دې ناسته کې به طالبان هم ګډون ولري او د لړم په لسمه چې د نومبر له لومړۍ سره سمون خوري ترسره کېږي.

د تېرې میلادي میاشتې په لومړیو کې د دې ناستې خبر ورکړل شو، خو افغان حکومت پکې له ګډونه انکار وکړ او د ځنډ غوښتنه يې وکړه.

ارګ وویل، روسيې د ډاکټر غني په غوښتنه دغه ناسته وځنډوله او چې بیا ترسره کېږي نو د جګړې ټول اړخونه به پکې را ټول وي.

تر اوسه د افغان حکومت سرچینو او طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مسکو ناسته داسې وخت کې کېږي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد د سیمې د ځينو هېوادونو په ګډون سعودي عربستان او قطر کې له طالبانو سره هم مخامخ خبرې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x