افغانستان

د ټاکنو کمیسیون کمیشنرانو خپل‌منځي خبرو د دوی وېره ښکاره کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳لړم، ۱۳۹۷ل):خواله رسنیو کې د ټاکنو کمیسیون د دوو کمیشنرانو تر منځ خبرو د هغوی وېره ښکاره کړې.

په دې نږدې نیمه دقیقه خبرو کې، د دې کمیسیون یوه کمېشنره وسیمه بادغیسي له بل کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي سره خپله اندېښنه شريکوي، خو پام يې نه دی چې مایکونه خلاص دي او رسنۍ يې ثبتوي.

په دې خبرو کې مېرمن بادغیسي په اسويلي وايي: «ډېره سخته شوې ده، له دې جګړه مارو سره، که موږ سره یو لاس او قاطع ونه واسو…»

هغې د خپلو دې خبرو په تړاو ویلي، دا کومې غیر قانوني څرګندونې نه دي خو هغوی چې دا خبرې يې رسنیزې کړې، ښه کار يې نه دی کړی.

سید حفیظ الله هاشمي هم وايي د دوی له اجازې پرته د خبرو خپرول رسنیز اخلاق نه ایجابوي.

په ټاکنو کې د پراخو درغلیو، کمو رايو او ډېرو نوماندانو موجودیت ستونزې راولاړې کړې دي.

ځينو نوماندانو صندوقونه کورنو ته یووړل او په خوښه يې ډک کړل، په کاپیسا کې د صندقونو مکمل کتار د یو وکیل وسله‌والو خپلو کورنو ته یووړ او له بیا ډکېدو وروسته يې بېرته کمیسیون ته صندوقونه ولېږل.

د وسیمې بادغیسې له اندېښنې ښکاري چې نږدې هر زورواکي نوماند د بریا لپاره ګواښ ورته کړی، چې دوی يې د ګنګستیا تر حده رسولي.

دا وړاندوینه هلته نوره هم پخه ثابتېږي چې د ټاکنو کمیسیون نن وویل، په ټاکلې قانوني موده کې وروستۍ پایلې نه شي اعلانولی او ښايي ډېرې وځنډېږي، دوی يې ظاهراً علت د سیستم نوي کېدل یاد کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x