د مینې تقدس !!/ ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک

ستا د مینې تقدس کې ، پټ مرموز د مینې راز دی
ستا د عشق په معجزه کې،څه عجیب کېف د اعجاز دی

چې نغمو د توحید وکړې ، پر هر لوري غزونې
دلته ګونګه موسیقي شوه ، دلته ګونګ اواز د ساز دی

په سجدو ټول کائنات وو ، یو د مینې ترنم وو
ربابي ! غلام د مینې ، د رباب غلی شهباز دی

د جلال په کرشمو کې ، د جمال په پلوشو کې
حقیقت ستا د ښایست نغښتې پردو کې د مجاز دی

چې لفظونه دې ستایلو ته له هرې ښکلا تراشو
ځکه ستا د عشق له حُسنه زموږ د مینې اروا ساز دی

تا ته ورته په ګلونو کې د خدای معرفت وینو
له سرو شونډو د غاټول مو اورېدلی ښه په ناز دی

خیر د حسن چې را ټول کړو موږ د مینې په کچکول کې
ستا د حسن ملنګي کې مو لېدلی لوی اعزاز دی

چې یي نور د رسالت دی ، پړکېدلی په حرا کې
له ښکلاوو یې ثاقبه ! زرین لوری د حجاز دی

ثاقب خپلواک

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د