fbpx

ترکیې پولیسو ته «۴۵ زره» واره زنګ وهونکی وزګار کس پولیسو نیولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۷ل): د نړۍ یو له نادرو پېښو څخه، په ترکیه هېواد کې پولیسو هغه وزګار کس چې هره ورځ یې پولیسو ته په سلهاو زنګونه وهل نیولی دی.

دغه کس چې شرف جان نومیږي له تېرو څو کالونو راهیسې یوازې اوسیږي، چې د زړه ارامولو او ساعت تیري لپاره د پولیسو په (بیړنۍ شمېره) بې له کومې مهمې خبرې زنګ وهي او هغوی سره خبرې کوي.

۵۵ کلن شرف جان د ترکیې بهرام پاشا سیمه (استنبول ښار ته نیږدې پروته ده) اوسیدونکی دی چې اوس د ترکیې پولیسو بندي کړی، نوموړي په تېر یو کال کې د پولیسو په بیړنۍ (۱۱۵) شمېرې «۴۵۲۱۰» وارې زنګونه وهلي او ددوی وخت یې ضایع کړی دی.

شرف جان ددې پرځای چې په تلیفون خپلې ستونزې پولیسو ته وښايي د هغوی سره د ساعت تیري لپاره خبرې کولې او ددوی وخت به یې ضایع کاوه، تر دې چې پولیسو سره تر ډیره اندازې اشنا شوی هم و.

د ۲۰۱۷م مئ میاشتې څخه تر ۲۰۱۸م مئ میاشتې پورې شرف جان په یوه نمبر پولیسو ته هره ورځ شاوخوا سل واره زنګونه وهل، چې بالاخره پولیس د شرف جان له دغې کړنو څخه تنګ شول او مخابراتي شبکې ته یې خبر ورکړ.

شرف جان پولیسو ته ویلي چې نوموړی میرمنې ته له طلاق ورکولو وروسته له تېر دوه کالو راهیسې یوازې اوسیږي چې له کبله یې د شرابو نشه هم پېل کړې، ذهنې ناروغتیا یې لرله او هیڅوک یې د خبرو نه وو، ځکه یې پولیس ته زنګ واهه.

د نوموړي په وینا چې د ذهني فشار او زړه تنګۍ له منځه وړلو لپاره یې دوی ته زنګونه وهل پېل کړل او د پولیسو د غوصه کېدلو او سختو خبرو څخه یې خوند اخیست.

نوموړي له پولیسو په خپلو کړنو بخښنه غوښتې او له محکمې یې غوښتي که پریښودل شي بیا به د داسې کار کولو هڅه ونه کړي.

یاده دې وي چې استنبول پولیسو په شرف جان په حکومتي کارونو کې د مداخلت تور لګولی، چې اوسمهال تر محاکمې لاندې دی، او د تور په ثابتېدلو سره نوموړي ته د پنځه کالونو سزا ورکول کیدی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د