روغتیا

له واده وروسته ولې زیاتره خلک چاغیږي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۷ل): تاسې به فکر کړی وي چې زیاتره کسان له واده وروسته چاغیږي، دا کومه د اندیښنې وړ خبره نه ده بلکې له واده وروسته چاغوالی د خوشاله ژوند او ښې میرمنې لرلو نښه ده.

د امریکې په نارت کیرولاینا پوهنتون کې یوه څیړنه ترسره شوه چې په کې له ۸ زره د واده جوړو څخه ازموینه ترسره شوه، دوی په پایله کې وموندل چې میرمنې له واده وروسته په لومړیو ۵-۶ کالو کې په اوسط ډول شاوخوا پنځه کیلو چاغیږي.

همدا ډول له یوې بلې څيړنې څخه هم ثابته شوې چې له واده وروسته د میرمنې او خاوند ترمنځ خوشاله ژوند تېرول د چاغوالي لامل کیږي.

په دغه څیړنه کې له ۴ کالونو زیات وخت د بېلا بېلو خاوند او میرمنو څخه ازموینه ترسره شوه، په پایله ک وموندل شوه هغه جوړې چې خوشاله ژوند تیروي د نورو په پرتله یې وزن زیاتیږي.

څیړونکي وایي چې له واده وروسته خوشاله ژوند انسان د فزیکي فعالیتونو (ورزش او داسې نور) څخه لا پروا کوي، چې له کبله یې د خاوند او میرمنې وزن ۳۷ سلنه زیاتیږي.

ځینو څیړنو ښودلې چې د چاغوالي یو لامل دا هم کیدی شي چې سړي له واده وروسته د میرمنو د اغیزمن کولو لپاره نوره اړتیا نه ویني نو ځکه پر فزیکي فعالیتونو او بدن جوړولو وخت نه نیسي.

د استرالیا پوهنتوون په یوه څیړنه کې ویل شوي چې له واده وروسته د واده جوړې د خپل بدن ښایسته کولو اړتیا نه ویني، چې له کبله یې په خوراک کې ناغیړي کوي او د بدن کنترول ساتلو لپاره کوښښ نه کوي.

یاده دې وي چې چاغوالی د انسان پر روغتیا سربېره پر جنسي اړیکو هم منفي اغیز لري، څیړنې زیاتوي چې زیاتو خوراک د جنسي اړیکو لیوالتیا کموي، له دې کبله پوهان چاغ کسانو ته د ښې جنسي اړیکو درلودلو لپاره د وزن کمولو سپارښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x