افغانستان

ډاکټر لطيف بهاند په ماسکو کې د افغانستان سفير وټاکل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په وړانديز ولسمشر غني ډاکټر لطيف بهاند په ماسکو کې د افغانستان د سفير په توګه ټاکلی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري ولسمشر غنی ته په ليږل شوي وړانديز کې ویل شوي دي چې ډاکټر لطيف بهاند د لوړو زده کړو درلودونکی دی او هغه دې په روسیه کې د افغانستان د سفير په توګه وټاکل شي.

نوموړی د ولسمشر د فرمان او تائيد په اساس په ماسکو کې د افغانستان د سفير په توګه وټاکل شو.

ډاکټر لطيف بهاند تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت کې د مرکزي اسیا د څانګې مرستيال و.

نوموړی چې ليکوال او ژورناليست دی څو کاله په روسيې کې د ماسکو غږ پښتو راډيو کې د وياند او بيا په بي بي سي پښتو کې له ماسکو څخه د خبريال په توګه دنده ترسره کړې ده.

لطيف بهاند په ۱۳۳۱ لمريز کال د مرغومي په مياشت کې د کابل په بريکوټ سيمه کې زېږېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x