د شل اوریزو سیالیو متخصص ډيون براوو نړیوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۷ل): د ویسټ انډیز لوبډلې تکړه نامتو آلراونډر او د شل اوریزو سیالیو متخصص لوبغاړي ډیون براوو د نړیوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه.

ډیون براوو په ۲۰۰۴م کال کې د ویسټ انډیز لوبډلې سره یوځای شوی و، چې د تېر دوه کالونو راهیسې د لوبډلې برخه نه ده ګرځېدلې او بالاخره یې د نړیوال کرېکټ سره د مخه ښې اعلان وکړ.

۳۵ کلن ډی جی براو د خپلې لوبډلې لپاره ۴۰ ټيسټ، ۱۶۴ یو ورځنۍ او ۶۶ شل اوریزې لوبې ترسره کړي چې له ۶ زرو څخه یې زیاتې منډې او له ۳۰۰ څخه زیاتې ویکټې ترلاسه کړي دي، همدا ډول د شل اوریزو سیالیو تر ټولو زیاتې ۴۴۷ ویکټې اخیستې دي.

ډي جی براوو د خپلې استعفا پخلی وکړ او زیاته یې کړه، چې وخت راغلی ځوان لوبغاړو ته فرصت ورکړي، نوموړي زیاته کړه چې په بېلا بېلو تجارتي لیګونو کې به لوبېدو ته دوام ورکوي.

ډیون براو خپله وروستۍ یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۴م کې د هند پر وړاندې ترسره کړې وه، چې په کې یې هند لوبډلې ته د براوو په وروستي په زړه پورې اور ماتې ورکړې وه، له دې وروسته د ویسټ انډیز کرېکټ بوزډ او ویسټ انډیز لوبغاړو ترمنځ شخړه رامنځته شوه، براوو دغه د لوبډلې مشر و.

یاده دې وي چې ډیون براوو په هند، بنګلدیش، استرالیا، انګلستان، پاکستان، ویسټ انډیز او داسې نورو لیګونو کې لوبېدلی، نوموړی د لوبې په وروستي اورونو کې د توپ اچونې پاچا نومول شوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د