افغانستان

امنيتي ځواکونو د حزب اسلامي مهم غړی نيولی

نن ټکی اسیا (جمعه،۴ لړم، ۱۳۹۷ل): امنيتي ځواکونو په کابل کې د حزب اسلامي مهم غړی او د کوچيانو رئيس حاجي دواجان نيولی دی.

په کابل کې د حزب اسلامي د رسنيز دفتر يو تن مسؤل فضل غني حقمل د امنيتي ځواکونو له لوري د حاجي دواجان نيول کېدل تائيد کړل خو په دې اړه يې نور جزيات ورنکړل.

حاجي دواجان څلور ورځې وړاندې د کابل ولايت په بګراميو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی دی، خو د هغه د نيول کېدو د علت په اړه څه نه دي ويل شوي.

تر اوسه د دولت امنيتي سرچينو هم د حزب اسلامي د ياد مشر د نيولو په اړه څه نه دي نيولي.

حاجي دواجان د حزب يو له مهمو غړو بلل کېږي چې د ترکيې، قطر او نورو هيوادونو په ځينو کنفرانسونو کې يې هم د حزب اسلامي په استازيتوب برخه اخيستې ده.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان له حکومت سره د حزب اسلامي د مشر يو ځای کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ددغه ګوند يو مهم غړی د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x