په ګرمو اوبو غسل کول مو ذهني خپګان له منځه وړلی شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ لړم، ۱۳۹۷ل): د ډیرو بوختیاو له کبله ذهني خپګان/ډپریشن یوه عامه ناروغي ګرځېدلې ده، د پوهانو په وینا د نړۍ هر درېیم کس د ذهني فشار یا خپګان سره مخ دی، او دغه ناروغي د زیات کار او په ژوند کې د ډول ډول پېښو سره مخ کېدلو نه رامنځته کیږي.

پوهانو څیړنه ترسره کړې چې د بدني فعالیت او ورزش کولو سربېره په ګرمو اوبو غسل کول له انسان څخه د ذهني خپګان په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

ددې لامل دا ښودل شوی چې په ګرمو اوبو غسل سره د انسان بدن د حرارت درجه نورمال حالت ته راشي، چې په مرسته یې له درمل او ورزش څخه هم ښه او چټک اغیز کوي.

د جرمني فرائبراګ پوهنتون پوهانو د یوې څيړنې له مخې له ۴۵ ناروغانو چې عمرونه یې په اوسط ډول ۴۸ کاله و ازموینه واخیسته، دوی په دغه ازموینه کې په ډپریشن او ذهني خپګان اخته ناروغان د دوه اوونیو لپاره په اوونۍ کې دوه واره په ګرمو اوبو غسل ورکړ او ورسره یې د ورزش سپارښتنه هم وکړه.

پوهان زیاتوي چې په ګرمو اوبو غسل کول د انسان د حرارت درجه نورمال او داخلي سیستم غوره کوي چې ورسره ذهني خپګان، فشار او ډپریشن کمیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

په ګرموغسل کولوګټورمعلومات می ولوستل نومتوجه شوم چه دلته یوډول غسل لیکل شوی ؟اوداسلام دین (۱۵۰۰)کاله وړاندی ،څوډوله غسلونه په ګوته کړی ؟ ۱: واجب غسل لکه دجنابت ،دحیض اونفاس څخه ورسته اوداسلام راوړلو څخه ورسته غسل کول ؟ ۲: سنت غسل ،دجمعی اوداخترونو دورځوغسل کول،اومړی ته غسل ورکول ؟۳:مستحب غسل مړی ته دغسل ورکولو څخه ورسته غسل کول ؟ عادی غسلونه دګرمۍ په وخت کی ،دتبی نیولی مریض ته ددری ورځو دغسل هدایت ؟ نوټ البته داکثر اسلامی دولتونه هوا ګرمه وی نواوبه ئي هم ګرمی دی ؟ والسلام .