
ناټو له افغان عسکرو سره د مخامخ اړيکو ځنډولو پرېکړه کړې
نن ټکی اسیا (شنبه،۵ لړم، ۱۳۹۷ل): افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ادارې ويلي، چې له حکومتي عسکرو سره يې مخامخ اړيکې د لنډ مهال لپاره ځنډولي دي.
ناټو دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې، چې څو ورځې وړاندې د کندهار ولايت په ماڼۍ کې د طالبانو د يوه نفوذي بريدګر په ډزو کې د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق، د ملي امنيت رئيس جنرال مومن حسين خېل او په جنوبي زون کې د پوليسو مشر جنرال نبي الهام ووژل شول او همدارنګه د افغانستان په جنوب کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ادارې مشر امريکايي بريد جنرال جيفري سمايلي او د کندهار والي زلمی ويسا په ګډون يو شمېر کورني او بهرني لوړپوړي چارواکي ټپيان شوي وو.
په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ادارې وياند ډګروال کناټ پيټر ويلي، چې دا پرېکړه يې د خپلو پوځيانو او لوړپوړو چارواکو د ژغورنې په موخه کړې ده.
ډګروال پيټر د افغان سرتېرو له لوري پر بهرنيو پوځيانو د بريدونو وروستيو پېښو ته په اشاره ويلي، چې دوی له افغان عسکرو سره د مخامخ اړيکو پاليسي بدله کړې ده.
دی وايي، چې دوی روانه جګړه نشي درولی، خو تر دې ورروسته به يې له افغان عسکرو سره اړيکه د ټيليفون او ايمېلونو له لارې وي.
د کندهار له پېښې وروسته په هرات کې هم يوه کمانډو ځوان د ناټو پر عسکرو بريد کړی و، چې د رپوټونو له مخې يې يو چيک عسکر وژلی او دوه نور ټپيان کړي وو.
طالبانو د دغو بريدونو مسؤوليت منلی و.
امريکايي رسنۍ وايي، چې له ۲۰۰۸ کال راهيسې د افغان سرتېرو په بريدونو کې تر اوسه له ۱۵۰ امريکايي او ناټو عسکر وژل شوي او له دوو سوو زياته ټپيان شوي دي.