کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې پیل شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵لړم، ۱۳۹۷ل): کندهار کې ولایت مقام کې د ننه له برید وروسته د ولسي جرګې ټاکنې پوره یوه اونۍ وځنډول شوې.

د کندهار چارواکي وايي، نن په دې ولایت کې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره رایې اچونې پیل شوې دي.

د دوی په وینا د ټاکنو د خوندیتوب لپاره يې تر خپله وسه هڅه کړې ده.

د تېرې میاشتې په وروستیو کې (۲۶تلې) طالبانو په نفوذي برید کې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق، د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومین او دوه امریکایي عسکر ووژل، د کندهار د والي زلمي ویسا او یو امریکايي جنرال په ګډون يې ګڼ کسان ټپیان کړل.

له دې پېښې وروسته په یاد ولایت کې ټاکنې وځنډول شوې، چې نن ترسره کېږي.

د ټاکنو کمیسیون دعوه کوي چې نږدې نیم میلیون کسانو کندهار کې نوم‌لیکنه کړې، خو معلومه نه ده چې څومره کسان به رایه اچولو کې برخه واخلي.

دا په داسې حال کې دی چې د تلې (۲۹-۲۸) ټاکنو کې څلور میلیونه کسانو هم خپلې رایې نه دي کارولې.

د ولسي جرګې د ۲۵۰ چوکیو لپاره شاوخوا ۲۵۶۵ کسانو خپل ځانونه نوماندان کړي و.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د