د نن سرلیکنه

د ملا برادر آزادي به پر مذاکراتي بهیر څه اغیز ولري؟!

نن ټکی اسیا – سرمقاله

تر نه کلن اسارت وروسته پاکستانیو ځواکونو د طالبانو د غورځنګ یو تأسیسي مشر ملا عبدالغني برادر له زندان څخه ازاد کړ.

طالبانو د ښاغلي ملا برادر د آزادي په رسمي غبرګون کې ویلي چې د نوموړی په آزادي کې هیڅ راز معامله نه ده شوې، خو د افغان قضیې شنونکي او رسنیز تحلیلونه وايي چې ښاغلی ملا برادر د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د روان مذاکراتي بهیر په نتیجه کې د خلیلزاد په منځګړیتوب له پاکستاني زندانه آزاد کړل شوی دی.

په هرصورت د ملا برادر اخوند آزادي له شکه پرته چې د مذاکراتي بهیر د تسریع او تسهیل په لاره کې یو ښه عملي اقدام دی، خو کاشکي چې د دې بهیر جاري ساتلو او مؤثریت لپاره دواړي لوري ( طالبان- امریکایان) دغه ډول مثبتو او عملي ته دوام ورکړي.

مګر په تأسف باید ووایو په کومه ورځ چې یو ملا برادر اخوند له زندانه خلاصیدو په هغه ورځ د امریکا د خزانې وزارت د طالبانو پر نورو څلورو تنو چارواکو اقتصادي بندیزونه ولګول.

که څه هم چې پر طالب چارواکو دغه ډول اقتصادي بندیزونه یوه شکلي بڼه لري او پر هغوی کوم اغیز نه لري، خو د سولې روان مذاکراتي بهیر متضرر کوي او په هغه کې د امریکایانو ریښتینولې تر پوښتنې لاندې راولي.

همدا راز د ملا برادر د آزادي ترڅنګ په ننګرهار، خوست، لوګر او میدان وردګو کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي خلګو مکرره مرګ ژوبله هغه څه دی چې دوه اړخیز مذاکراتي بهیر تخریبوي او د هغه د اغیزمنتوب ټول امکانات له منځه وړي.

د سوله ییز مذاکراتي بهیر د موثریت او موفقیت اساسي لاره د جګړه ییزو کړنو توقف دی؛ ځکه د جګړې جاري ساتلو په صورت کې د سولې خبرې کول د اجتماع نقیضینو په معنی دی چې د وخت له ضیاع پرته بله هیڅ ګټه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

آزادی د هر انسان حق دی. اوس به طالبانو ته هم دا جوته شوی وی چه په وطن مین طالب مشران هیڅ کله د آی اس آی غلامان نشی کیدای. ##################. بهتره داده چه د طالبانو نور مشران د ملا برادر له زندانی کیدو نه پند واخلی او د سولی لار خپله کړی، لږ سیاست زده کړی د خلکو له ځورونی سر په لاس شی. د نړی سره ځانونه عیار کړی حد اقل داستی خو نه کیږی چه پداسی وخت او زمان دوی د خلافت او امارت چغی وهی. بیایی که چیری انتخابات وګټل خپل امارت دی کوی خو پدی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x