افغانستاننړۍ

مشهورې اېرلنډۍ سندرغاړې ایمان راوړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵لړم، ۱۳۹۷ل): وتلې ایرلنډۍ سندرغاړې شینید اوکانر څو ورځې وړاندې پر اسلام مشرفه شوه.

يو پنځوس کلنه شینید اوکانر چې اوس يې خپل نوم شهاده دیویټ ايښی، د سندرو لومړی البوم يې په ۱۹۸۷ز کال بازار ته وړاندې کړ.

هغې څو ورځې وړاندې (۱۹اکتبور) پخپله ټویټر پاڼه ولیکل، چې مسلمانه شوې او خپل تېر ټول ژوند ته يې شا کړې ده.

شهاده لیکلي: «اعلانوم او ویاړم چې مسلمانه شوې یم.»

هغې زیاته کړې، اسلام ته به هر هغه څوک را ګرځي چې هوښیار وي او الهیاتو کې مطالعه کوي.

هغې تر دې وړاندې هم نږدې سل ځله اذان په لوړ غږ کړی و، چې پر اسلام مشرفېدلو کې بې اغېز نه بلل کېږي.

دا سندرغاړې په داسې حال کې اسلام راوړي، چې په لوېدیځه ټولنه، په تېره بیا اروپا کې د مسلمانانو پر وړاندې سخت‌دریځي ډېره شوې ده.

د اروپا په فرانسه، بلژیک، المان، ډنمارک او ګڼو هېوادونو کې د مسلمانې مېرمنې پر سر پر پړوني هم بندیز لګېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x