زما او ستا لیونۍ مینه …

شاهد (غزنیوال)

په یوه تازه انکشاف کې د ناټو قاطع ملاتړ ادارې ويلي، چې دوی په افغانستان کې له افغان دولتي سرتیرو سره خپلې مخامخ اړيکې ځنډولي او که یې اړتیا پیښیږي نو د دواړو لوریو ترمنځ به هغه د ټيليفون او یاهم ايمېل په وسیله ترسره کیږي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ وياند ډګروال کناټ پيټر ويلي، چې دا پرېکړه يې د خپلو پوځيانو او لوړپوړو چارواکو د ژغورنې په موخه کړې ده.

ناټو دا پرېکړه وروسته ترهغه وکړه ، چې تیره اونۍ د طالبانو د یوه نفوذي بریدګر په برید کې په جنوب لویدیځ زون کې د غوڅ ملاتړ یو لوړ پوړی امريکايي جنرال جيفري سمايلي مرګونی ټپي او د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق، د ملي امنيت رئيس جنرال مومن او په جنوبي زون کې د پوليسو مشر جنرال نبي الهام ووژل شول.

همدا راز په یاد برید کې د کندهار د والي زلمی ويسا په ګډون يو شمېر کورني او بهرني لوړپوړي چارواکي ټپیان شول.

له تیرې یوې میاشتې راهیسې د امریکا- افغان چارواکو ترمنځ د بي باوري او بیلتون دا دوهمه پیښه ده چې رامنځته کیږي.

د تیر سپتمبر په وروستیو کې په نیوویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۳ سرمشریزې دائریدو په مهال امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغان ولسمشر په توګه د غني له لیدو څخه انکار وکړ چې ښاغلی غني د ده په حق کې د ټرمپ د دغې ځورونکې پریکړې د بیرته اخیستلو لپاره ډیرې هلې ځلې وکړي او په امریکا کې پخوانی سفیر او اوسني د امنیت شورا سلاکار ښاغلی محب یې د یوه لوړ پوړي دیپلوماتیک پلاوي په مشرۍ کې واشنګټن ته ور ولیږو .

خو ټرمپ بیا هم له ښاغلي غني سره لیده ته تیار نه شو.

د امریکا افغان په تودو اړیکو کې تر هغه وروسته سوړ والی راغی چې په افغانستان کې د امریکايي دوستانو (ځواکونو) تر ۱۷ کلن شتون وروسته هم هغوی و نه توانیدل چې شډل افغانان په خپلې دوستۍ قانع کړي.

د کندهار او هرات د وروستیو پیښوناوړه اغیزو ته په کتو سره هغه وخت لیري نه دی چې امریکايي دوستان خپل افغاني یاران داسې په رډ میدان د طالبانو غچ ته پریږدي لکه په ۱۹۷۵م کې له ویتنام څخه د تیښتې په مهال چې یې د جنوبی ویتنام په پلازمینې سایګون کې خپل راټول شوي ویتنامي دوستان په خالي میدان پریښودل او دوی ترې د الوتکو په زریعه د تیښتې لاره خپله کړه.

د ماتې حالت ډیر بد حالت وي ، که نور هم څو نفوذي غازیان د ښاغلي غني پر امریکايي دوستانو داسې کاري ګوزارونه وکړي حتما به د ټرمپ بعدي هڅه له افغانستانه څخه مکمل لاس اخیستل وي چې ښاغلی غني به ورته بیا خپله ګیله د لاندې پښتنې ټپې په ژبه داسې کوي :

زما وستا لیونۍ مینه …
ترمنځ مو چا وکړل د صبر تاویزونه

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حاجی ملا تراکتور
میلمه
حاجی ملا تراکتور

غزنوی صاحب .افغان دولت.افغان ولس.خو طالیبانو ته ډیری چیغی ووهلی.چه
مینه په تلو راتلو زیاتییږی،
کله راځه کله به زه درځم مینه،
افسوس طالیبان تر اوسه ندی توانیدلی ،چه دولس زړونه خپل کړی ،مینه وکری،جنګ بند،کړی،سرونو پریکول او دګوتی قلم کول بند کړی،پرون می له یو دولتی سیاستمدار څخه دا هم ووریدل چه ګویا طالیبانو نوی ملګری روسیه ایران پیدا کړی او داسی سندره یی زمزمه کوله.
خلکو زړی یاری تازه کړی،
زما په نوی یاری اور ولګیدنه.
دستاسو لپاره هیڅ خبره،پیغور نشته،ځکه چه دا خو سیاست دی.خو موږ ولسی خلک تباه شولو.